Chamois – شا مواس یا شاموا غرنۍ انتېلوپ وزې
د نسل نوم یې (genus Rupicapra) ده، د نوم جمع یې (chamois or chamoix) لیکل کیږي، وزې ته ورته دوه ډوله حیوانات دي، د ډلې نوم یې بوویدای (Bovidae) او د ډلې نوم یې ارتیو دکتیلا (order Artiodactyla) ده، اصلي ځای یې د اروپا غرونه او منځنی ختیځ ده. یو ډول یې (Rupicapra pyrenaica) له کانتابریان او پېرینین تر اپینین غرونو (Cantabrian Mountains, Pyrenees, and central Apennines,) پورې پیدا کیږي او بل ډول (Rupicapra rupicapra) یې له غربي پیرینه او تاتارا غرونو تر شمالي ترکیې پورې (western Alps and the Tatra Mountains to northern Turkey) شته دي.
تر ۸۰ سانتي متره پورې د مخکنیو پښو په ولیو کې قد او تر ۲۵–۵۰ کیلو ګرامه پورې وزن لري، دواړه نر او ښځه یې ښکرونه لري او نر یې وزن لږ زېات وي. مختلف رنګونه لري خو د شاموا ټول فرعي ډولونه تور او سپین مخونه لري په توره لکۍ او پښو خاپونه یا نښانونه لري. لاندې خېټه په ژمي کې تور یا نصواري رنګ لري خو په اوړي کې کم رنګه زېړ نصواري وي. کله چې هوا سړه شي د وېښتو لاندې برخه یې ډبله وده کوي.
په وړه رمه کې ژوند کوي خو زاړه نران یې یوازې ژوند کوي او د نومبر میاشت کې بېرته له دې وړو رمو سره یوځای کیږي. دا میاشت یې د جنسي نزدیکت میاشت ده او خپله کې د جوړې په سر سختې نښتې کوي. سرونه یې نازک دي او د وزې یا پسونه په څېر یو بل سره ښکر نه جنګوي بلکې په خېټه یا د بدن بل نرم ځای باندې برید کوي. د جنسي نزیدکت پر وخت د خپلو بولو په ذریعه خپلې سیمې ټاکي او دې سیمې ته بل نر نه پرېدي. د اومیندوارۍ موده یې تر ۲۱ اوونیو پورې ده اویو بچی زېږوي. په ژمي کې د لرګیو ونې لرونکې سیمې ته راکوزیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!