Changzhou Island – چانګژاو ټاپو

مخکې یې په انګرېزۍ ژبه کې نوم د ډېن ټاپو (Dane’s Island) وو. د چین د ګوانګډونګ ولایت په ژوژیانګ سیند کې ټاپو دی. اوسمهال د هوانګپو ولسوالۍ له ګوانګژو سیمې سره تړاو لري. مساحت یې ۱۱ کیلو متر مربع دی له کوم چې ۸.۵ کیلو متر مربع وچه ځمکه ده. د کانټون سوداګرۍ پر مهال دنمارکیانو د ترمیم او خښونې لپاره کاروه. په ۱۹۲۴ کې د سن یټ سن په نوم یوه چینایي د وامپو په نوم پوځي اکاډمي پکې جوړه کړه. اوسمهال د ګوانګژو د سرکونو له شبکې سره د پول له لارې وصل شوی ټاپو دی او ډېر ژر به د ګوانګژو د مېټرو له ۷ کرښې سره هم وصل شي.

 

Sidebar



Share
Hide Buttons