Charles De Geer – چارلز دو ګیر
د فېبرورۍ په ۱۰ نېټه، کال ۱۷۲۰، د سوېډن په فینسپنګ کې زېږدېدلی او دمارچه په ۸ نېټه، کال ۱۷۷۸، د سوېډن په لوفستا کې مړ شوی.
د سوېډن حشره پېژندونکی (entomologist) وو. د سوېډن په یوه اریستوکرات کورنۍ کې زېږېدلی وو دا کورنۍ په اصل کې د برابانټ (Brabant) چې اوسمهال عصري بلجیم ده وه. خپله ډې ګیر په هالنډ کې غټ شوی خو په کال ۱۷۳۹ کې سوېډن ته ولاړل. د تګ لامل یې وراثت او شتمنۍ وه تر څو یې د پلرونو له مرګه وروسته تر لاسه کړي. په ۱۹ کلنۍ کې د ساینس اکاډمي ته ولاړ. تر ډې ګیر مخکې د سوېډن په کچه لمړی ساینس پوه کارولوس لینا اوس (Carolus Linnaeus) وو خو ډې ګیر له هغه وروسته ځان د ۱۸ پېړۍ د سوېډن لمړی ساینس پوه ثابت کړ. وروسته یې د حشرو د طبقه بندۍ لپاره مایکروسکوپ کارونه پېل کړه او طبقه بندي یې د خولې د برخو او وزرو له مخې پېل کړه.
Comments
So empty here ... leave a comment!