Charolais cattle – شارولې غوییز
نوم یې شارولېز هم تلفظ کیږي. د فرانسې د غوییزو نسل دی. نسل یې د تورین غوییزو د ګروپ برخه ده. د نسل نوم یې له شارولې سیمې اخیستل شوی. د غوښې لپاره ساتل کېدونکي غوییز دي، نسل اخیستونکي یې له هېرفورډ او انګس غوییزو سره د دوه رګه کېدنې لپاره هم کاروي. د نړۍ تر ټولو زیات وزن لرونکي غوییز ګڼل کیږي. د غویي وزن یې له تر ۱۶۵۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۱۲۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۵۰ سانتي متره پورې لوړیږي. رنګ یې سپین یا کریمي وي، پوزه یې ګلابي رنګ کې وي.
په فرانسه کې له هولسټاین غوییزو وروسته دوېم تر ټولو زیات ساتل کېدونکي غوییز دي. په ۲۰۱۴ کال کې فرانسې ټولټال ۴.۲۲ میلیونه شارولې غوییز لرل. د نړۍ ۶۸ هیوادونو یې نسل وارد کړی دی له یادو هیوادونو یې په ۳۷ هیوادونو کې شمېر مالوم دی او تر ۷۳۰۰۰۰ غوییز لري. تر ټولو زیات شمېر د چک جمهوریت او مکسیکو کې دي. په ۱۹۳۴ کې له مکسیکو څخه متحده ایالتونو ته هم انتقال شوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!