په کوکلیوسوریډای کورنۍ کې د دوه ژواکو له منځه تللی نسل ده کومو چې په کاربني او پېرمیان مودو کې ژوند کوه. تر اوسه یې دوه ډولونه (Chenoprosopus milleri and Chenoprosopus lewisi) پېژندل شوي. د (Chenoprosopus lewisi) ډول یې د سر تقریبا بشپړ کوپړۍ موندل شوې او له همدې موندل شوې کوپړۍ تشرېح شوی، له (Chenoprosopus milleri) ډول څخه په تنه کې کوچنی ده. دواړه ډولونه خپله کې د اناتومۍ ځینې توپیرونه لري او په همدې بنسټ له یو بل جلا شوي. د نسل د نوم (Chenoprosopus) مانا یې ” لکه د قازې لنډ مخی ” ده. د نسل نوم یې له دوه یوناني کلیمو ترکیب شوی د (cheno) مانا لکه د قازې ده او د (prosopus) مانا لنډ مخی ده.
Post Views: 176
Comments
So empty here ... leave a comment!