د متحده ایالتونو په ستره محکمه کې د قاضیانو صدارت کوونکی او د ملت تر ټولو لوی قضایي افسر ته چیف جسټېس وایي. په پښتو کې قاضي القضات یا د قاضیانو مشر چې د افغانستان په ستره محکمه کې وي. په امریکا کې د ریس جمهور لخوا ټاکل کیږي خو په ټاکنه کې یې د سنا جرګې موافقه او رضایت اړین ده. لمړۍ دنده یې کله چې محکمه رسمي ناسته لري او یا په شخصي کنفرانسونو کې چې کله د قضیو په اړه پرېکړې کوي د سترې محکمې ریاست ده. قاضي القضات کولای شي چې په قضیو کې خپل نظریات وړاندیز کړي. په متحده ایالتونو کې د ( Judicial Conference of the United States) ریاست هم کوي دا د قاضیانو یوه شورا ده چې د ټولو فدرالي محکمو استازیتوب کوي او دنده یې د محکمو د اداري ستونزو څېړنه ده. که چېرې قاضي پوه کس وي لکه څرنګه چې د امریکا جان مارشال (John Marshall) وو نو د محکمو پرچارو لوی نفوذ کولای شي خو که چېرې کم فعال یا بې کفایته وي ممکن د محکمې نور غړي د قضات پر چارو نفوذ وکړي.