Chinch bug – چنچ بګ
علمی نوم یې بلیسوس لیوکوپتېروس (Blissus leucopterus) ده. د غلې د دانې او د جوارو افت ده. د کورنۍ نوم یې لیګای ایدای (Lygaeidae) او د ډلې نوم یې هېتېروپتېرا (Heteroptera) ده. اصلي ځای یې د امریکا ګرمې سیمې دي. وړه حشره ده چې اوږدووالی یې له ۵ ملي متره زېات نشته ; غټ یې تور رنګ او سرې پښې لري. وزرونه یې سپین رنګ لري, په سین رنګ کې تور نښان لري. غټ یې په ژمي کې ویده کیږي (hibernate) او کله چې د ژمي له خوبه پاڅیږي نو له زېان رسوونکو وښو څخه غنمو ته کډوال کیږي. کله چې کډوال شي نو د پاڼې لاندې برخه کې یا د غلې د نبات په ساقه باندې هره ښځه له ۳۰۰ تر ۵۰۰ پورې استوانه اي زېړې هګۍ کوي. واړه بچیان (nymphs) یې له دوه هفتو ورسته له هګۍ راوځي او سم د لاسه د بوټي د شیرې (sap) په زبېښلو پېل کوي. بدن یې ژر وده کوي او تقریبا په څلوېښت ورځو کې پنځه ځله د بدن پوستکی بدلوي (molt). کله چې غنم وچ شي او یا لو ګډ شي نو واړه او غټ یې په الوت او پیاده تګ باندې د بلې غلې په لور خوځیږي تر څو خواړه پیدا کړي او هلته د دوېم نسل لپاره هګۍ کوي. په مني کې د دوېم نسل بچیان زېان رسوونکو وښو ته کډوال کیږي او هلته ټول ژمی په خوب تېروي.
دا حشرې د لمر پیتاوی خوښوي خو که چېرې په کرنه کې بدلون راوستل شي لکه سویابین وکرل شي، ځای لوند پاتې شي کوم چې یو ډول فنګي یا مرخېړي شنه کوي دا حشرې وژني، له دې پرته بله د کنټرول طریقه یې د ژمې لپاره د خوب ځای یې له منځه وړل دي، د کیمیاوي توکو شیندنه او یا داسې کیمیاوي توکي کارول چې د کډوالی پر وخت لکه د دام په څېر دا حشرې ځان کې ونښلوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!