Chinese fire belly newt – چیناي سور ګېډی تریتون

د منځنۍ کچې زهرجن پوستکی لري. د پوستکي ترشح کېدونکي زهر یې په بنسټیزه توګه ټېټرو ډوټوکسین دي. که چېرې یې زهر د انسان له پوستکي سره اړیکه کې شي پوستکی بې حسه کوي او نا ارامتیا پکې پیدا کوي خو که چېرې بدن ته یې داخل شي نو ژوند یې ګواښلی شي.
د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Cynops orientalis) دی. له دوه تر څلور انچو پورې اوږدوالی لري. د تنې پاسه برخه یې تور او ګېډه یې سور رنګ کې وي. د ژو پلورونکو هټیو کې پلورل کیږي او د کورني ژوي په توګه ساتل کیږي. د طبیعي چاپېریال په داسې سیمو کې ژوند کول خوښوي چېرې چې د اوبو ډنډونه موجود وي او ګڼ واښه پکې وي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل سینوپس