Chipmunk – کوچنی نولی یا ډانګلکی – په ځمکه ژوند کوونکی نولی یا ډانګلکی – برګ نولی

د تامیاس نسل (genus Neotamias) ده. د کوچني، برګ، په ځمکه د ژوند کوونکي نولي یا ډانګلکي ۲۵ ډولونه دي. د خولې په داخل کې غټه کیسه لري او د خوړو د انتقال لپاره یې کاروي. ببره لکۍ، غټې سترګې، نېغ ولاړ یا لک غوږونه لري. ټول د ورځې لخوا ژوند کوونکي یا فعال دي. د کاناډا له سوېل تر د مرکزي مکسیکو لوېدیځ پورې پیدا کیږي. په ډېرو ډولونه کې د بدن کچه له ۸ تر ۱۶ سانتي متره پورې اوږدوالی لري، د لکۍ اوږدوالی یې له ۶ تر ۱۴ سانتي متره پورې رسیږي.
 
په اصل کې لنډي نولیان یا ډانګلکي (pygmy squirrel) دي. په ځمکه منډې وهي خو په ختلو کې هم ښه وړتیا لري. ډولونه یې د سمندر له سطحې تر ۳۹۰۰ متره لوړو سیمو پورې شته دي. په داسې چاپېریال کې ژوند کوي چې ډبرې او ځنګلونه لري.
 
د لوېدیځ ډانګلکی (eastern chipmunk)، علمي نوم یې (Neotamias striatus) ده. د شمالي امریکا په هغوځنګلونو کې عام دي چې ونې یې په ژمې کې پاڼې رژوي. په ۲۵ ډولونو کې تر ټولو غټ ده، وزن یې له ۷۰ تر ۱۴۲ ګرامه پورې رسیږي، اوږدوالی یې له ۱۴ تر ۱۹ سانتي متره پورې وي، لکۍ یې له ۸ تر ۱۱ سانتي متره پورې اوږدیږي. د بدن رنګ یې سور نسواري ده، په رنګ کې یې د تېز نسواري رنګ کرښې موجودې وي.
 
تر ټولو کوچنی ډول یې (Neotamias minimus) ده وزن یې له ۳۵ تر ۷۰ ګرامه پورې رسیږي. د هوپي (Hopi chipmunk) ډول، علمي نوم یې (Neotamias rufus) ده، د سوېلې امریکا په لویدیځ کې د غونډیو او درو ترمنځ ژوند کوي. د عمودي ډبرو پر سطحه پورته خیژي او ځان لاندې را زوړندوي. د ( Uinta chipmunk) ډول، علمي نوم یې (Neotamias umbrinus) ده. د متحده ایالتونو په لوېدیځ کې ژوند کوي، د ونې ډانګلکي ته ورته ده. په ونه کې ځالې جوړوي او په دوامداره توګه په ونه کې خوب کې کوي. د زړې نړۍ یوازینی ډول داسایبیریا نولی یا ډانګلکی (Siberian chipmunk)، علمي نوم یې (Neotamias sibiricus) ده. د شمال لوېدیځې روسیه له سپین سمندر څخه ختیځ لور ته تر سایبیریا، د جاپان تر شمال او د چین تر سوېل پورې سیمه کې پیدا کیږي.
 
د کوچني یا لنډي نولي خواړه تخمونه او پاڼې دي خو له دې پرته مرخېړي، حشرې، ارتروپوډ او مردار شوي ژوي هم خوري. د خپلې خولې په کیسه کې مغزي او تخمونه اچوي او له خپل ځان سره یې خپلو غارونو ته د وروسته خوړو لپاره وړي. په ژمي کې پر ساتل شوو خوړو ځان تغذیه کوي او دېر کم وخت په هغو ورځو کې بهر راوځي چې باد او باران نه وي او لمر شته وي. پخوا ګمان کېده چې ریښتوني په ژمي کې خوب کوونکي ندي خو د (eastern chipmunk) ډول په اړه اوسنۍ مطالعه ښي چې د فعالیت پر وخت یې د بدن تودوخه له ۳۵ تر ۴۱ °C درجو پورې وي خو په ژمي کې یې د بدن تودوخه ۵–۷ °C درجو ته کمیږي کومه چې په ژمي کې د خوب کوونکو ځانګړنه ده. له دوه تر اتو پورې بچیان په اوړي کې زېږوي، د امېندوارۍ موده یې یوه میاشت وي. په هغو سیمو کې چې اوړی ډېر اوږد وي په کال کې دوه ځلې بچیان زېږوي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ سکیوریدای
نسل نیوتامیاس

د نیو تامیاس نسل ټول ډولونه پخوا په تامیاس نسل کې ډلبندي شوي وو خو اوسمهال په تامیاس نسل کې یوازې یو ډول شامل ده او ټول ډولونه یې په نیوتامیاس نسل کې ځای شوي

Chipmunk (71669)
Eastern chipmunk (Tamias striatus) in New York Botanical Garden’s Rock Garden. Photo by Rhododendrites
Tamias minimus
Least Chipmunk (Tamias minimus), Glacier National Park, USA. Photo by Phil Armitage
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons