Church of England – د انګلستان کلیسا
لنډیز یې (C of E) دی، د کلیسا پیروان انګلیکن دي، د ادارې طرز یا طریقه (Polity) یې اېپیسکوپال (Episcopal) ده، تر ټولو لوی والي یې دوېمه اېلي زابېت ده، تر ټولو لوی کشیش یې (Archbishop Justin Welby) دی، په دوه ادارو (Anglican Communion and Porvoo Communion) وېشل شوې. مرکزي دفتر یې د انګلستان په وېبمنسټر کې دی او د (Church House) په نامه یادیږي. د انګستان کلیسا په ۱۵۳۴ کې له کتولیک کلیسا څخه جلا شوې. تقریبا ۲۵ میلونه غړي لري.
د انګلستان تر ټولو د لوی روحاني مقام ته (Archbishop of Canterbury) نوم اخلي خو په ورته وخت کې یې تر ټولو لوی واک د انګلستان له پاچا یا ملکې سره وي. د (the international Anglican Communion) ټولنې مور هم ګڼل کیږي. پیل یې له درېمې پېړۍ شوی، په شپږمه پېړۍ کې یې مشر ( Augustine of Canterbury) وو. په ۱۵۳۴ کې له کتولیک کلیسا جلا شوه او لامل یې دا وو چې د انګلستان پاچا اتم هنري خپلې ښځې د اراګون کترین ته طلاق ورکړ خو طلاق یې د کتولیک کلیسا د پاپ لخوا رد شو او د طلاق د ساتنې لپاره یې د انګلستان کلیسا د کتولیک کلیسا له واک څخه ازاده کړه. وروسته یې زوی شپږم اېډوارډ د کتولیک مخې ډب کولو لپاره د خپل پلار چارو ته ادامه ورکړه.
کله یې چې کلیسا جلا کړه نو په (Thirty-Nine Articles of Religion and the Book of Common Prayer) کې یې د پروتستانو د ۱۶ پېړۍ اصلاحات خپل مذهبي اصول کړل. په دې کلیسا کې دواړه لیبرال او محافظه کاره مذهبي غړي شته دي او ډېری وخت یې لوی اختلاف په کلیسا کې د ښځو پر عامه شتون او همجنسبازۍ باندې وي.
Comments
So empty here ... leave a comment!