Clade

د پخوانۍ یونانۍ له (κλάδος, klados) کلیمې اخیستل شوی مانا یې څانګه ده. د ژو هغو ګروپونو ته وایي چې ګډ یا شریک پلرونه لري په بله مانا له ګډو پلرونو رامنځته شوې د ژو څانګو ته وایي. په انګرېزۍ کې دې ډول ګروپ ته (monophyletic group) نوم هم اخلي مانا یې له یوې ریښې یا اصل سره تړاو ده. له دې ګروپ څخه ټول پیدا شوي نسلونه یوازې یوه څانګه وي.
 
ګډ پلرونه یې ممکن یوازې یو غړی یا یوه جوړه وي، ممکن د ژو یو نسل وي، ممکن په اوسمهال کې ژوندي او یا له منځه تللي وي. کلېډونه یا څانګې له یو بل سره د ځالې په څېر یو ځای کیږي په دې مانا چې یو بل کې لکه کوچنی توکی چې په غټ کې ځای کړل شي سره یوځای کیږي. هره لویه څانګه یې په وړې څانګې وېشل کیږي او دا وېش یې د تکامل د مخینې منعکس کوونکی ده. د ژو هر کلېډ یا څانګه د مونوفیلیټیک (monophyletic) په نامه یادیږي، مونوفیلیټیک یونانۍ کلیمه ده او مانا یې یو قوم قبیله یا طایفه ده.
 
د مالیکولي بیولوجي په ذریعه ساینسپوهان په دې پوهېدلي چې مرخېړي د بوټو په ځای له ژو سره نږدې تړاو لري. همداسې (archaea) یې له باکتریا جلا کړه او ګمان کیږي چې کثیر الحجروي ژوي ممکن له ارکیا (archaea) رامنځته شوي وي.
 
د کلېډ کلیمه په ۱۹۵۷ کې (Julian Huxley) رامنځته کړې او کارولې تر څو (cladogenesis) تعریف کړي. کلاډوجېنسېز (cladogenesis) د تکامل هغه وېش ته وایي چې له ګډو مور او پلار څخه دوه جلا ډولونه رامنځته شوي وي. د (Julian Huxley) دا مفهوم د (Bernhard Rensch) له نظریاتو اخیستل شوی.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons