Claire’s mouse lemur – د کلېر مږه لېمر

په انګرېزۍ کې ورته (Nosy Be mouse lemur) نوم هم اخلي. د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Microcebus mamiratra) دی. د مږې لېمر په نسل کې د لېمر یو ډول دی. د ماداګاسکار په نوزي بې ټاپو کې ژوند کوي. په ساینسي نوم کې یې د (mamiratra) کلیمې مانا “روښانه” ده. د لېمر له دوه نورو ډولونو (Microcebus sambiranensis and Microcebus tavaratra) سره نږدې تړاو لري.

وزن یې تر ۶۰ ګرامه پورې رسیږي، ټول اوږدوالی یې له ۲۶ تر ۲۸ سانتي متره پورې وي په دې کې یې له ۱۵ تر ۱۷ سانتي متره پورې د لکۍ اوږدوالی وي. سور رنګه نسواري رنګ لري. د ملا منځ کې یې رنګ خیره شوی وي. لاندې د ګېډې رنګ یې کریمي یا سپین وي.

ساینسي ډلبندي
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله لومړني
فرعي ډله سټرېپ سېریني
کورنۍ کېرو ګالي ایډي
نسل مایکروسي بس

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons