Clarence Thomas – کلارنس توماس

د جون په ۲۳ نېټه، کال ۱۹۴۸، د متحده ایالتونو د جورجیا له سوانا سره نږدې په پینپواینټ کې زېږېدلی، د امریکا دوېم تور پوسته ده چې په ستره محکمه کې دنده پر مخ وړي. د تور ګوډ مارشال (Thurgood Marshall) ځای ناستی ده. تور ګوډ لمړی د امریکا تور پوسته وو چې په ستره محکمه یې دنده ترسره کړې.
 
کله چې توماس دوه کلن وو پلار یې کورنۍ پرېښوده. کور یې اور واخیسته، او مور یې لیولا انډرسن توماس بل واده وکړ او توماس چې دې وخت کې ۷ کلن له خپل بل ورور سره د مور لخوا نیکه کره ولېږل شول. لمړۍ زده کړې یې د جورجیا په (all-African American Roman Catholic primary school) کې وکړې، وروسته یې په بل مکتب کې مذهبي زده کړې وکړې له کوم ښونځي چې یوازینی تورپوسته فارغ شوی. په کال ۱۹۷۱ کې یې له ( Holy Cross College in Worcester) څخه لسانس ترلاسه کړ او په کال ۱۹۷۴ کې له یل پوهنتون (Yale University) څخه په حقوقو کې ډګري وکړه. د ۱۹۷۴–۷۷ کلونو تر منځ په میسوري ایالت کې د لوی څارنوال (attorney general) معاون وو او د ۱۹۷۷–۷۹ کلونو ترمنځ له مونسانتو کمپنۍ (Monsanto Company) سره وکیل وو. د ۱۹۷۹–۸۱ کلونو ترمنځ د میسوري ایالت له جمهوري غوښتونکي سناتور جان سي ډنفورت (Republican Senator John C. Danforth) معاون وو. له ۱۹۸۱تر ۱۹۸۲ پورې یې په (U.S. Department of Education) کې او د ۱۹۸۲–۹۰ کلونو ترمنځ یې په (Equal Employment Opportunity Commission) کې دنده ترسره کړې. وروسته د متحده ایالتونو د استیناف په محکمه کې قاضي پاتې شوی.
 
کله چې جورج اېچ ډبلو بش واک ته ورسېده او په محکمه کې د لمړي تور پوسته تقاوت وخت راغی نو بش ته موقع په لاس ورغله چې د محکمې تر ټولو لیبرال او محافظه کار کلارنس توماس یې ځان ناستی کړي. په دې وخت کې پر بش لوړ سیاسي فشار وو تر څو په محکمه کې بل تور پوسته امریکایی وګماري او توماس یې ځکه وګماره چې پخوا یې له جمهوري غوښتونکو سره دنده ترسره کړې وه. د دې پوسټ لپاره د کلارنس توماس ټاکنې سیاسي شخړې راوپارولې او د سیاسي شخړو لامل د قاضي په توګه د توماس کمه تجربه، په قضا کې کمې زده کړې او د جنین د سقط یا د اولاد لرې کولو په اړه د پوښتنو له ځوابولو ډډه کول وو (توماس د دندې د ګمارنې په رسمي مراسمو کې ویلي وو چې د جنین د سقط په اړه یې هېڅکله پخوا بحث نده کړی). په ورته وخت کې یوې پخوانۍ همکارې چې انیتا هېل (Anita Hill) نومېده په تلویزیون کې دا دعوا وکړه چې د جنسي نظریاتو له لارې یې توماسس توهین کړی. خو توماس یې تورونه رد کړل.
 
بلاخره په ستره محکمه کې د توماس حضور ډېر خاموش خو په خپلو پرېکړو او رایو کې ډېر محافظه کار وو. ډېر وخت یې د انتونین سکالیا (Antonin Scalia) ملاتړ کوه. کله به هم چې په عامه ځایونو کې راڅرګندېده کوښښ به یې کوه چې هغه مظاهره کوونکي چې د ښځو د حقونو ملاتړي دي او یا د لږکیو د حقونو مدافع دي له ځایه وباسي.
Clarence Thomas official SCOTUS portrait
Clarence Thomas official SCOTUS portrait By Steve Petteway, Collection of the Supreme Court of the United States

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons