Class – کلاس

په بیولوجیکي ډلبندي کې کلاس له لاتینۍ (classis) کلیمې اخیستل شوی. او مانا یې طبقه ده د ډلبندي رتبه ده له فایلم څخه لاندې او له ډلې پورته وي. د بېلګې په توګه سپیان د تی لرونکو په کلاس کې ډلبندي شوي. که چېرې فرعي کلاس (subclass) وي نو له کلاس لاندې او له ډلې پورته لیکل کیږي، همداسې که چېرې انفرا کلاس (infraclass) وي له فرعي کلاس لاندې او له ډلې پورته لیکل کیږي او که سوپر کلاس (superclass) وي له کلاس پورته او له کېنګډم یا پاچایي لاندې لیکل کیږي. په بوټپوهنه کې اوس کلاس ډېر کم کاریږي. په ۱۹۹۸ کې کله چې (APG system) خپور شو نو بوټي یې یوازې د ډلې تر کچې ډلبندي کړي وو خو له دې وروسته هم ځینې ډلپوهانو له ډلې پورته غېرې رسمي رتبې کارولي.
 
کلاس کلیمه په لمړي ځل د فرانسې بوټپوه (Joseph Pitton de Tournefort) په ۱۶۹۴ کې د بوټپوهنې عناصر (Eléments de botanique) کتاب کې کارولې. په ۱۷۳۵ کې کارل لينئوس (Carl Linnaeus) په خپل کتاب (Systema Naturae) کې د بوټو، ژو او منرالونو کېنګډم یا پاچايي په کلاسونو کې وېشلې او په اوس وخت کې یوازې د ژو د کلاسونو ډلبندي د لينئوس ډلبندۍ ته ورته دي نورې ډلبندۍ په اوس وخت کې له پخوا سره توپیر لري. تر ۱۹ پېړۍ پورې کلاس د ډلبندۍ تر ټولو لوړه رتبه وه خو د ۱۹ پېړۍ په پیل کې (Ernst Haeckel) کې نورې رتبې هم خپرې کړې.
File:Biological classification L Pengo vflip.svg

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons