Clearwing moth – د ورځې الوتونکی پتنګ
د کورنۍ نوم یې سېسي ایدای (family Sesiidae) ده، په انګریزۍ کې ورته مچۍ پتنګ (Wasp Moth) نوم هم اخلي، تقریبا ۱۰۰۰ ډولونه لري، د ډلې نوم یې لېپیدوپتېرا (order Lepidoptera) ده. اوږدې پښې لري، د بدن رنګ یې تېز په کوم کې چې زېړ یا روښانه سور رنګ لیدل کیږي. ډېر یې مچیو ته ورته دي. لاروا بچیان یې کم رنګه زېړ رنګ لري او غارونه باسي، ډېر وخت د کرنې نبات هم ټپي کوي. لاروا بچیان یې په ساقه یا ریښه کې سوری کوي او په همدې غار له لارو پوپای ته بدلیږي.
د دې کورنۍ تر ټولو زېات په هر ځای کې پیدا کېدونکی ډول سینانتېدون تیپولیفارمیس (Synanthedon tipuliformis) ده. اصلي ځای یې اروپا ده خو اوس مهال په اسیا، استرالیا، نیوزلنډ او شمالي امریکا کې هم شته دي. بل ډول یې په شمالي امریکا کې پیدا کیږي چې د سینانتېدون ایکزیسیوسا (Synanthedon exitiosa) په نامه یادیږي او په وړو بوټو، د میوې په ونو برید کوي. د پېنی سېسیا (Pennisetia) ډول یې د ګیلاس په ریښو کې ځان پټوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!