Clumber spaniel – کلمبر سپانیل
د سپورتي سپیانو نسل ده، د سپانیل په کورنۍ کې تر ټولو درانده سپیان ګڼل کیږي. وېل کیږي چې اصلي ځای یې فرانسه ده او په لمړي ځل د فرانسې له انقلاب څخه مخکې په فرانسه کې راڅرګند شوي. نوم یې د انګلستان په نوتینګهم کې د پارک له نوم څخه اخیستل شوی. یو وخت پاچایانو ډېر زیات ساتل، په پاچایانو او شهزادګانو کې د (Prince Albert, Edward VII, and George V. A low-slung) تر ټولو خوښ سپیان وو.
سرونه یې مربع ته ورته شکل لري، غوږونه یې زوړند وي، د بدن خوځښت یې ډېر ورو ده خو د سپورت پر وخت بیا چټک وي، قد یې له ۴۳ تر ۵۱ سانتي متره پورې لوړیږي او وزن یې له ۲۵ تر ۳۸ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
![Clumber Spaniel on Grass](https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/d/d6/Clumber_Spaniel_on_Grass.jpg/512px-Clumber_Spaniel_on_Grass.jpg)