Cochin chicken – کوچین چرګان
په ۱۸۴۰ او ۱۸۵۰ لسیزو کې له چین څخه اروپا او شمالي امریکا ته وارد شوی د چرګانو نسل دی. مخکینی نوم یې کوچین چاینا (Cochin-China) دی. چرګ یې له درې نیم تر پنځه نیم کیلو ګرامه او چرګه یې تر درې کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د وړو چرګانو نسل هم لري، وزن یې تر ۹۰۰ ګرامه پورې وي. ګڼې بڼکې لري او پښې یې هم بڼکو پوښلې وي. په مختلفو رنګونو کې پیدا کیږي. نسل یې د هګیو او غوښې دواړو لپاره ساتل کیږي.
