Cochleosaurus – کوکلیوسوروس

څلور پښي ټیمنوسپونډیلای دي. په کاربنيفېوروس موده کې (تقریبا ۳۱۰ میلیونه کاله وړاندې) یې ژوند کوه. فوسیل یې په چک جمهوریت او د شمالي امریکا په نووا سکوشیا کې موندل شوی. د تنې اوږوالی یې د ۱۲۰ او ۱۶۰ سانتي متره ترمنځ اټکل شوی. مطالعو ښودلې چې نیمه اوبو کې ژوند کوونکی برید کوونکی ښکاري دوه ژواکی وو او په خپل ښکار یې لکه د اوسنۍ تمساح په څېر برید کوه. د نسل نوم یې په ۱۸۸۵ کې (Antonin Fritsch) ایښی. د نسل د نوم مانا یې قاشوغې ته ورته کربوړی ده.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلېډ باتراکومورفا
ډله ټېمنوسپونډیلای
لمړنۍ کورنۍ اېډوپوایډیا
کورنۍ کوکلیوسوریدای
فرعي کورنۍ کوکلیوسورینای
نسل کوکلیوسوروس
په کوکلیوسوروس نسل کې لاندې دوه ډولونه شامل دي
  • Cochleosaurus bohemicus
  • Cochleosaurus  florensis
Vienna Cochleosaurus
Naturhistorisches Museum Wien. Photo by Tommy

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons