Codeine – کوډئین

د اپیمو د کورنۍ درمل دي، د درد ټوخي او زړه بدوالي لپاره کاریږي. ډاکټران یې معمولا د نرم درد لپاره نسخه کوي. که چېرې له پراسټامول او یا هم له (nonsteroidal anti-inflammatory drug) لکه ای بروفین او اسپیرین سره ترکیب شي ممکن ګټه یې زیاته وي. په کوچنیانو کې یې د ټوخي لپاره تصدیق نه دی شوی. په اروپا کې تر ۱۲ کلنو کم عمر لرونکو ته نه نسخه کیږي. د خولې له لارې خوړل کیږي او په نیم ساعت کې اغیز کوي، له ۴ تر ۶ ساعتو پورې یې اغیز پاتې کیدای شي.
 
عام بد اغیز یې کانګې، بخار، سرګرزېدل او قبضیت دی خو که دوامداره وکارول شي ساه تنګي او معتادي پیدا کوي. د حامله ښځو لپاره یې کارونه نه ده تصدیق شوې او اغیز هم یې نه دی مالوم. کومې ښځې چې کوچنیانو ته تی ورکوي له کارولو دې ډډه وکړي.
 
کوډئین چې کله ځیګر ته ولاړ شي ځیګر یې تجزیه کوي او په مورفین باندې بدلیږي. په مورفین له بدلیدو سره د وخت تړاو یې د انسان له جنتیک سره تړاو لري. د روغتیا د نړیوالې ادارې د بنسټیزو درملو په نوملړ کې دي.
Space-filling model of the codeine molecule, a common prescription painkiller.
Color code:
       Carbon, C: black
       Hydrogen, H: white
       Oxygen, O: red
       Nitrogen, N: blue

Image by Jynto

Structure of codeine. Image by NEUROtiker

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons