Coendou – کوېندو

د شخوند وهونکو په اېرېتیزونتیدای کورنۍ (family Erethizontidae) کې د اېرېتیزونتینای فرعي کورنۍ نسل دی. د ټولو غړو عام نوم یې د نښلېدو وړ لکۍ لرونکی شکوڼ (Prehensile-tailed porcupine) دی. د نوې نړۍ د شکوڼ ۱۷ ډولونه پکې شامل دي. په مرکزي او سوېلې امریکا کې پیدا کیږي. له جنتیکي مطالعو وروسته د نوې نړۍ دوه پخواني نسلونه (Echinoprocta and Sphiggurus) هم په همدې نسل کې ډلبندي شوي.
 
لکۍ یې اغزنه نه وي او د نښلېدو وړ ده. په وروستیو او مخکینیو پښو توکي نیولی شي او له همدې امله د ختلو ښه وړتیا لري. د خپل ژوند ډېر موده په ونو کې تېروي. خواړه یې د ونې د ساقې پوستکی، پاڼې، غوټۍ او میوې دي. په خپلمنځ د خبرو اترو لپاره د کوچني ماشوم غږ ته ورته غږ کوي. په ځینو سیمو کې د بوټو افت ګڼل کیږي. واړه بچیان یې له نرمو وېښتو سره پیدا کیږي او د عمر له زیاتېدو سره یې وېښته اغزن کیږي. په بند ساتل شوي ځای کې تر ۲۷ کالو پورې ژوندي پاتې شوي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ اېرېتیزونتیدای
فرعي کورنۍ اېرېتیزونتینای
نسل کوېندو

په کوېندو نسل کې لاندې ډولونه شامل دي

Genus Coendou

Prehensile-tailed porcupine

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons