Collateral ligament of interphalangeal articulations of hand

د لاس په هره ګوته کې درې (phalange) هډوکي وي، کوم چې د ګوتې په څوکه کې دی د (distal) په نامه یادیږي، کوم چې د ګوتې په منځ کې دی د (intermediate) په نامه یادیږي کوم چې لاس یا رغوي ته نږدې دی د (proximal) په نامه یادیږي. د ګوتو د هډوکو ترمنځ مفصلونو ته (interphalangeal joints) وایي. دا لېګامنټ فایبري بېنډونه دي او د ګوتې د مفصلونو یو بل څنګ کې موجود وي. دا لېګامنټ دوه سېټونه لري او هر سېټ یې د ګوتې په جلا مفصل کې وي د (distal interphalangeal joints) مفصل د ګوتې د منځي هډوکي او د ګوتې د څوکې د هډوکي مفصل دی، د (proximal interphalangeal joints) مفصل د ګوتې د منځي هډوکي او د ګوتې د لمړي هډوکي ترمنځ مفصل دی. د ګوتو مفصلونه ګوتو ته د قاتېدو او پراخېدو وړتیا ورکوي، د ګوتې د څوکې لخوا لمړی مفصل تر ۲۰ درجو زیات نشي قاتېدلای.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons