Colobus – کولوبس بیزو
لسګونه ډوله په ونه کې ژوند کوونکي د اوږدې لکۍ بیزو ګانې دي. اصلي ځای یې شرقي، مرکزي او غربي افریقا ده. د ورزې لخوا ژوند کوونکې دي او د ونو تر منځ لوی ټوپ وهلی شي. د ونې نسل یې لږ یا ډېر بې ګوتو وي او له رنګ نه یې یو بل سره توپیر کیږي: تور او سپین کولوبس چې د کولوبس نسل (genus Colobus) ده، سور کولوبس، د نسل نوم یې پیلیو کولوبس (genus Piliocolobus) ده، زیتون کولوبس د نسل نوم یې پرو کولوبس (genus Procolobus) ده.
د تور او سپین نسل کولوبس پنځه ډوله لري، بدن یې نری لوړ قلمي جوړښت، سپین اوږده ورېښمین وېښته لري. په دې پنځه ډوله کې یو بشپړ تور رنګ لري چې تور کولوبس ورته وایي او د ډول علمي نوم یې کولوبس ستاناس (colobus stanas) ده. نور څلور ډوله یې تور او سپین رنګ لري. کله یې چې بچیان پیدا شي ټول بدن یې سپین وي. د تور سپین نسل کې تر ټولو نامتو ابیسینین یا حبشي کولوبس (Abyssinian colobus) ده.
د دې نسل د بدن اوږدوالی تر ۵۵-۶۰ سانتي متره (۲۲-۲۴ انچه پورې، د نر وزن یې تر ۱۰ کیلو ګرامه او د ښځې تر ۸ کیلو ګرامه (۱۸ پونډه) پورې رسیږي.
پنځه ډوله یې تور او سپین رنګ لري خو په سپین او تور رنګ کې سور ټاپی یا نښانونه لري، نور پنځه ډوله یې تور یا نصواري رنګ لري او سره ټاپي یا نښانونه پکې موجود وي. د بدن اوږدوالی یې تر ۵۰ سانتي متره او د لکۍ اوږدوالی یې له ۴۰ تر ۸۰ سانتي متره پورې وي. په دې پنځه ډوله کې تر ټولو غټ بې کولوبس (bay colobus) ده چې تر ۸ کیلو ګرامه پورې وزن لري. زنزیبر کولوبس (Zanzibar red colobus) یې تر ۵.۵ کیلو ګرامه پورې رسېدای شي.
Comments
So empty here ... leave a comment!