Colonization – کالونایزېشن

کالونایزېشن یو پړاو دی په کوم کې چې د ځواک مرکزي سیستم پر چار چاپېره ځمکو واک لري. کالونایزېشن په اصل کې کډوال کېدو ته وایي او د دې کډوالۍ موخه په استرالیا او امریکا کې مېشت کېدنه او هلته سوداګریز پوسټونه جوړونه یا هم کرنه وه. په دې کډوالو کې اکثریت خلک د لویدیځې اروپا وو خو له نورې نړۍ هم خلک ورغلي. لویدیځو اروپایانو چې کله نویو موندل شوو سیمو ته مخه کړه نو ځایي خلک یې یا وشړل او یا یې مړه کړل او په سیمو کې مېشت شول ښې بېلګې یې امریکا، استرالیا او نیوزلنډ دی دې کالونیو ته نیو یورپ (neo-Europes) نوم هم اخیستل کېده. په کومو مستعمرو کې چې د لویدیځې اروپا کډوالو اقلیت جوړوه د سیمه ایزو خلکو د کنټرول لپاره یې پر مختللې وسلې کارولې تر څو د دوي ضد پاڅون ونکړي.
 
کله چې انګریزان او فرانسویان استرالیا، نیوزلنډ او نورو کوچنیو ټاپوګانو ته ولاړل دې کالونیو ته یې په پیل کې د (terra nullius) نوم کاروه دا نوم لاتیني کلیمه ده او مانا یې ” خالي ځمکې ” ده. په دې سیمو کې خلک شته وو خو د اروپا کرنیز سیستم پکې نه وو او له همدې امله یې خالي ځمکې ګڼلې. کله چې د (Mexico’s general Colonization Law and the United States’ Manifest destiny) قوانینو جوړ شول نو اروپایان د نورو مستعمرو لپاره بیا ځلې وهڅېدل. اروپایانو د مستعمره کولو بهیر له ۱۵ پېړۍ پیل کړی وو.
 
لاتیني کلیمې (colere) مانا یې یې ” د ځمکې کرل ” ده، همداسې (colonia) د کرنې ځمکه، او (colonus) د ځمکې کرونکي بزګر ته وایي. د انګرېزۍ (colonization) کلیمه له همدې لاتیني کلیمو جوړه شوې.
 
پخوانیو روسانو او یونانیانو هغه ځمکې نیولې چې د کرنې وړ به وې او همدې ځمکو ته به کډوال کېدل. دا خلک تر ډېره له یوې بلې سیمې ته د کرنې او ښکار لپاره تلل. همداسې د روم خلک هم د نړۍ نورو سیمو ته کډوال کېدل او په هغو خالي ځمکو کې چې د کرنې وړ وې مېشت کېدل.
 
د فارس د ساسانیانو پر وخت په یمن، عمان او شمالي افریقا کې کالونۍ جوړې کړې. روسانو هم خپله امپراتوري وغزوله ورپسې پرتګال، هسپانیا، فرانسې او انګلستان د نړۍ ډېرې سیمې خپلې کالونۍ کړې.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons