Comitia – کومیتیا
په پخواني جمهوري روم کې د خلکو یوه قانوني شورا وه. په مناسب ځای کې یې سره لیدل (comitium)، په مناسبه ورځ یې سره لیدل (comitialis) او دا هر څه به یې په نیک فال نیول (omens).
په پخواني روم کې واک د سنا (Senate)، قاضیانو (magistrates) او خلکو (populus) ترمنځ وېشل شوی وو. په خلکو کې ټول عام خلک نه وو بلکې یوازې اشراف وو. خلک په سیمه ایزو ۳۰ ګروپونو (curiae) کې سره وېشل شوي وو د دې خلکو قانوني شورا (Comitia Curiata) یو وخت یوازینۍ د خلکو استازې شورا وه. د خلکو دا شورا د روم د پاچایانو له وخت څخه سرچینه اخلي خو د جمهوریت په وخت کې یې ارزښت په کمېدو شو او واک یې یوازې اجرایوي فعالیت (imperium) ته کم شو.
Comments
So empty here ... leave a comment!