Common iliac vein – د خاصره لګن عمومي ورید

په انګرېزۍ کې (iliac) هر هغه څه ته وایي چې له (ilium) سره تړاو لري او (ilium) پراخ هډوکی دی چې د لګن خاصره (pelvis) هډوکي هره نیمه خوا جوړوي.
د خاصره لګن د داخلي او بهرني ورید له یووالي څخه جوړ شوی. په ګېډه کې وي او د ملا د مهرو (lumbar vertebrae) له پنځمې مهرې سره تقریبا مخامخ وي. په دوه څانګو وېشل شوی وي. د لګن خاصره داخلي ورید په خاصره لګن کې له غړو څخه وینه تخلیه کوي، بهرنی د خاصره لګن ورید له (femoral veins) سره وصل کیږي. دواړه بهرنی او داخلي د خاصره لګن وریدونه سره یو ځای کیږي تر څو (inferior vena cava) جوړ کړي.
 
کوم وریدونه چې شبکه جوړوي د (Plexuses) په نامه یادیږي او په نرانو کې د پروستات په مرغړیو، مقعد او د ادرارو په مثانه کې موجود وي خو په ښځو کې په واجینا، مقعد او په ځېلانځ کې موجود وي.
 
بهرنی د خاصره لګن ورید د پښې په لاندې برخه کې د (inguinal ligament) شاته وي، د لګن خاصره له لارې تیر شوی وي او د (sacroiliac articulation) برعکس لور کې پای ته رسیږي. بهرني د خاصره لګن ورید سره درې نور وریدونه (the pubic, inferior epigastric, and deep iliac circumflex veins) وصل کیږي. د خاصره لګن داخلي ورید هایپوګاستریک ورید یا د ګېډې لاندې ورید ګڼل کیږي، د خاصرله لګن په څنګ کې وي، د خاصره لګن له بهرني ورید سره یو ځای کیږي او د خاصره لګن عموي، ګډ یا مشترک ورید (Common iliac vein) جوړوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons