Common rock rat – عام د ډبرو موږک
د ډول ساینسي یا علمي نوم یې (Zyzomys argurus) دی. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په استرالیا کې پیدا کیږي. د وښیزو سیمو او ځنګلونو په ډبریزو برخو کې ژوند کوي. د شپې لخوا ژوند کوونکی دی او ورځ د ډبرو په سړو غارونو کې تېروي. که چېرې د لمر وړانګې وویني نو ډېر ژر مړ کیږي.
د بدن رنګ یې سرو زرو ته ورته زېړ نسواري او د تنې د لاندې برخې رنګ یې سپین وي. جنسي بلوغیت ته په ۵ یا ۶ میاشتینۍ کې رسیږي. ښځه یې څلور تیان لري او له دوه تر درې پورې بچیان زېږوي. د بلاربښت موده یې تر ۳۵ ورځو پورې وي. له پیدا کېدو وروسته یې بچیان په ۱۰ ورځو کې په وېښتو پټیږي، تر ۱۲ ورځو پورې یې سترګې خلاصیږي، په څلورو اوونیو کې په ګرځېدا پیل کوي. په بند ساتل شوي ځای کې تر ۴ کالو پورې ژوندي پاتې کیږي. خواړه یې د بوټو تولید، تخمونه، واښه، مرخیړي او حشرې دي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | موریډای |
فرعي کورنۍ | مورینای |
نسل | زیزومیس |
Comments
So empty here ... leave a comment!