Connective Tissue – نښلونکي نسجونه

نښلونکي نسجونه په بدن کې د بدن او د بدن د غړو د شکل ساتنه کوي، یوالی رامنځته کوي داخلي ملاتړ چمتو کوي. نښلونکو نسجونو کې مختلف ډوله فایبري نسجونه شامل دي کوم چې په حجرويتوب او غلظت کې توپیر لري او همداسې د پېژندنې وړ (bone, ligaments, tendons, cartilage, and adipose or fat tissue) نښلونکي نسجونه دي.
 
د ګېډې په جوف کې ډېر غړي د (mesentery) غشاء په ذریعه د ګېډې له دیوال څخه زوړند دي او نښلونکي نسجونه یې ملاتړ کوي، نور غړي د وازدې په نسجونو (adipose tissue) کې ځای شوي، د وازدې نسجونه هم د نښلونکو نسجونو یو شکل ده په کوم کې چې حجرې د وازدې د انرژۍ د ترکیب او ذخیره کولو لپاره ځانګړې شوي، وازدې ته انګرېزۍ کې (lipid) هم وایي. د ټول بدن ملاتړ اسکلیټ کوي کوم چې له هډوکو جوړ شوی او د نښلونکو نسجونو یو ډول ده، د هډوکو برخې عضلو او لېګامېنټ نسجونو (ligaments) سره نیولي یا نښلولي وي – لېګامېنټ د نښلونکو نسجونو فایبري، کلک، د انعطاف وړ نسجونه دي کوم چې کرپندوکي او هډوکي سره نښلوي، عضلې د (tendons) په نامه مادې له هډوکي سره نښلولې وي – ټېنډون د کولاجېن نسجونه کلک فایبري تار ده، د انعطاف وړ خو د ارتجاع یا کش کېدو وړتیا نلري او عضلې له هډوکي سر نښلوي. دواړه د غلیظو نښلونکو نسجونو بېلګه ده په کومو کې چې ډېر فایبري بنډلونه په موازي توګه ترتیب شوي.
 
په مفصلونو کې د مفصلونو د سطحې هډوکی کرپندوکي پوښلی وي، کرپندوکی (cartilage) سپین رنګه، د انعطاف وړ، نښلونکي نسجونه دي، په حنجره کې، د مفصلونو په سطحه کې، په غوږونو کې په مختلف شکلونو کې پیدا کیږي د کوچنیانو په اسکلیټ کې زیات موجود وي او له ودې سره یې هډوکی ځای نیسي، غضروف یا کرپندوکی د حجرو ترمنځ یو ډول ماده لري کوم چې د غلظت استحکام رامنځته کوي او د یو بل پر سطحه د خوځښت وړتیا ورکوي. سینوویال غشاء (synovial membrane) کومه چې د مفصل د سطحې څنډو کې وي، د مفصل سطحه تغذیه کوي او غوړه یې ساتي هم د نښلونکو نسجونو یو ډول ده – سینوویال یوه ډبله د انعطاف وړ غشاء پوښلې وي، د کڅوړې شکل جوړوي، په کڅوړه کې سریښ ډوله ماده ترشح کیږي په کومې چې د مفصل سطحه غوړه ساتي.
 
د وینې رګونه دواړه واړه او غټ په نښلونکو نسجونو کې غزېدلي او له همدې امله په ټول بدن کې د نسجونو او غړو له تغذیې سره تړاو لري، ټول تغذیه کوونکي او ضایعات کوم چې د غړو او وینې تر منځ تبادله کیږي باید د رګونو له چار چاپېره فاصلې کومه چې نښلونکو نسجونو نیولې برخه ده تېر شي – د رګونو چار چاپېره فاصلې ته (synovial membrane) وایي. د نښلونکو نسجونو د حجرو یو اړین رول داده چې د خپلو حجرو تر منځ هغه حالت وساتي کوم چې پورته یاده شوې تبادله ممکنه کوي
 
د نښلونکو نسجونو اجزاء
د نښلونکو نسجونو ټول شکلونه :
۱ – د حجرو ترمنځ له فایبرونو جوړ شوي؛
۲ – له یوه بې شکله چاپېریال (amorphous matrix) څخه جوړ شوي کوم چې د (amorphous matrix) په نامه یادیږي – امورفوس بې شکله بې ترتیبه ته وایي کوم چې ځانګړی نظم نلري او ماټریکس یو چاپېریال یو توکي په کوم چې بل څه وده کوي، منځنۍ برخه یا ټول جوړښت یې پوښلی وي؛
۳ – او له کډوالو یا خوځښت کوونکو او بې خوځښته حجرو جوړ شوي وي په انګرېزۍ بې خوځښته حجرو ته (stationary cells) او کډوالو یا خوځښت کوونکو حجرو ته (migrating cells) وایي.
د دې اجزاو نسبت د بدن په هره برخه کې له بلې برخې سره توپیر لري او کچه یې له اړتیا او سیمه ایز جوړښت سره تړاو لري. په ځینو برخو کې نښلونکي نسجونه پراخ سره یو شوي او زیات حجروي دي، په نورو برخو کې فایبري اجزاء زیات لري او په ځینو نورو برخو کې یې ممکن (ground substance) څرګنده ځانګړنه وي. د نښلونکو نسجونو د اناتومۍ یا جوړښت ډلبندي د همدې اجزاو د پرېمانۍ او ترتیب له مخې کیږي.
 
له حجرو بهر فایبرونه
فایبري اجزاء درې ډوله دي کولاجېني فایبرونه (collagenous)، ارتجاع یا د کش کېدو وړ فایبرونه (elastic) او شبکه اي (reticular). تر ټولو پرېمانه فایبرونه له پروتین کولاجېن (protein collagen) څخه ترکیب شوي فایبرونه دي.
 
کولاجېن یوازې په طب کې اړین ندي بلکې په سوداګرېزه توګه هم ارزښت لري ځکه چې چرم د ژو د پوستکي د منځنۍ طبقې (dermis) غلیظ کولاجېن ده او د (tanning) بهیر له لارې یې ساتنه کیږي او کلکیږي – ټېنېنګ (tanning) بهیر د ژو پوستکی په هغه مایع کې چې ټېنیک اسید (tannic acid) لري د لندولو له لارې په چرم بدلولو ته وایي، په دې بهیر کې له ټینیک اسیدو پرته نور کیمیاوي توکي هم کاریږي. تازه کولاجېن په اوبو کې حل کیږي او کله چې حل شي تولید یې د (gelatin) په نامه یادیږي. په مناسبو حالتونو کې کولاجېن پرته له کیمیاوي تغیر څخه په محلول بدلېدای شي. کولاجېن یوازیني په طبیعي توګه تولیدېدونکي پروتین دي کوم کې چې (hydroxyproline and hydroxylysine) شامل دي او (Hydroxyproline) د کولاجېن ۱۴ % جوړوي، همداسې (Hydroxyproline) په کولاجېن کې د مالیکولو په داخلې کې او د مالیکولو په متقابلې اړیکې کې ثبات رامنځته کوي.
 
د ارتجاع یا کش کېدو وړ فایبرونه د پروتین اېلاسټېن (protein elastin) څخه جوړ شوي او کولاجېن څخه جوړو فاېبرونو سره په ابعادو، کیمیاوي ترکیب او طرحه کې توپیر لري، همداسې فرعي واحدونه یې یو شکل نلري، د الیکټرون په مایکرو ګراف کې یې څرګندتیا توپیر لري، ځینې وخت کې داسې ښکاري چې بې شکله نا منظمه هسته لري کومه چې (minute fibrils) پوښلې وي، همداسې په نورو ځایونو کې ښکاري چې بې نظمه بې ترتیبه توکي لري او تر اوسه دا نده څرګنده چې د یوه توکي دوه مختلف شکلونه لري او که دوه مختلف اجزاء لري. په ارتجاعي یا د کش کېدو وړ لېګامنټ کې فایبرونه زېږه دي او په موازي بنډلونو کې ترتیب شوي. په سرو رګونو یا شریانونو کې اېلاسټین (elastin) د مختلفې کچې سوري لرونکې غشاء په څېر موجود ده. ارتجاعي یا د کش کېدو وړ فایبرونه ګرمو اوبو، له قوي القلي او حتا د هاضمې د پروټیولیټیک ټریپسین انزایم (proteolytic enzyme trypsin) سره مقاومت لري خو په پانقراص یا لوزالمعده کې یې اېلاسټېز انزایم (elastase) هضمولای شي. کیمیاوي تجزیې دا څرګنده کړې چې اېلاستین د کولاجېن په څېر په ګلیسین او پرولین (glycine and proline) غني دي خو په والین (valine) کې سره توپیر لري. که چېرې یې په خاصیت کې تغیر او یا شمېر کې کموالی راشي نو په زیات عمر کې پوستکی خپل الاستیکیت له لاسه ورکوي د وینې د رګونو په دیوالونه هم اغیزمن کوي.
 
شبکه اي فایبرونه له حجرو او د حجرو له ګروپو چار چاپېره شبکه جوړوي، بله ځانګړنه یې تور او سپین رنګ ده کوم رنګ چې د اوسپنیزو سپینو زرو د جذب له امله پیدا کیږي. مخکې باور کېده چې د پروتین او رېټیکولین له مختلف ډول څخه ترکیب شوي خو الیکټروني مایکروسکوپي دا څرګنده کړه چې خپله کې اوبدل شوي معمولي (collagen fibrils) دي کوم او یوه شبکه جوړوي. اوس څرګنده شوې چې شبکه اي فایبرونه په ساده توګه د کولاجېن یو شکل ده او بدل رنګ یې د (fibrils) له یووالي سره تړاو لري.
 
د نښلونکو نسجونو (Ground substance) رڼه یا شفافه ماده ده، ځانګړنه یې سریښ ډوله محلول یا هایډریټ شوي یا له اوبو سره مرکب نري جېل دي. جوړونکي یا زیات کاربوهایډرېټ مالیوکلونه او یا پروتین او کاربوهایډرېټ دي کوم چې د (glycosaminoglycans) په نامه یادیږي مخکینی نوم یې (mucopolysaccharides) ده. له دې کاربوهایډرېټونو یو (hyaluronic acid) ده کوم چې له (glucuronic acid and an amino sugar, N-acetyl glucosamine) ترکیب شوی. د نښلونکو نسجونو نور کاربوهایډرېټونه chondroitin-4-sulfate (chondroitin sulfate A) and chondroitin-6-sulfate (chondroitin sulfate C) دي. د سلفېټ بورې (galactosamine and glucuronate) دي. د (chondroitin sulfate) مختلفې کړۍ لیدل کیږي چې له پروتین سره نښتي. په محلول کې دا مادې سریښ لرونکې دي.
 
د نښلونکو نسجونو حجرې
د نښلونکو نسجونو حجرې (stationary—fibroblasts and adipose cells—and several types of motile migrating cells—mast cells, macrophages, monocytes, lymphocytes, plasma cells, and eosinophils).
 
د نښلونکو نسجونو د حجرو ټول ډولونه د جنیني ژوند له مودې له میسینکیمي (mesenchyme) وده کوي – میسینکیمي د لمړنیو ستورو ته ورته حجرو شبکه ده.
 
بې خوښځته یا ثابتې حجرې
د نښلونکو نسجونو په هر ځای کې موجودې (fibroblasts) حجرې اصلي فعالې حجرې دي. د نارنج پاڼې ته ورته یا منځ کې پراخه او او څوکو کې نری شوی شکل لري، د (collagen fibrils) په اوږدو کې واقع وي، دنده یې د (tropocollagen) ترشح کول دي. ګمان کیږي چې کله غړي ټپي شي نو د (fibrocytes) په نامه حجرې کومې په سټروما نسجونو کې موجودې دي تحریک کیږي تر څو د (fibroblasts) په توګه وده وکړي، له دې وروسته (fibroblasts) ټپ لیدلي ځای ته کډوالې کیږي پرېمانه کولاجېن تولیدوي کوم چې فایبري د ټپ ځای رامنځته کوي.
 
اډیپوز یا د شحم حجرې (Adipose, or fat cells) ترکیب او ذخیره کوي. ګلوکوز او شحمي اسیدونه اخذ کوي او په وازدې یا شحمو یې بدلوي کوم چې د حجرې په بدن کې د غوړو د څاڅکي په توګه جمع کیږي، دا چاره حجره پړسوي کروي شکل ورکوي، هسته پکې څنډې لور ته بې ځایه کیږي او نور په میټابولیکه توګه فعال جوړونکي اجزاء یې د سایټوپلازم په څنډو کې د غوړو د څاڅکي چار چاپېره محدودیږي. د شحمو حجرې ممکن په کمه اندازه د نښلونکو نسجونو په هره برخه کې رامنځته شي خو د وینې د وړو رګونو په اوږدو کې ترجیحا وده کوي او د بدن د وازدې نسجونه جوړوي.
 
کډوالې کېدونکې حجرې
دا حجرې د (loose connective tissue) نسجونو په داخلي سوریو یا فاصلو کې وي. شمېر یې هره سیمه کې توپیر لري او ازادې دي چې د حجرې بهرنیو فاصلو کې کډوالې شي.
 
د (Eosinophils) حجرې د وینې د سپینو کرویاتو د حجرو ډول یا (leukocyte) ده. ځینې د (capillaries) په دیوالونو کې کډوالې کیږي او په نښلونکو نسجونو کې مېشتې کیږي.
 
پلازما حجرې (Plasma cells) ودې ته رسېدلې (antibody-secreting lymphocytes) حجرې دي. کم شمېر په (loose connective tissues) او زیات شمېر په (lymphoid tissue) موجودې دي.
 
د نښلونکو نسجونو ډولونه
له (areolar connective tissue) پرته نور ټول کوم چې ځانګړي ډولونه دي یو یا بل جز په نسج کې پر ټولو نو اجزاو قاطع تسلط لري کوم چې له سیمه ایز جوړښت یا میټابولیکې اړتیا سره تړاو لري.
 
د وازدې نسج (Adipose tissue) یو پراخ یا ازاد جوړ شوی (areolar tissue) نسج ډول ده په کوم کې چې زیات شمیر حجرې د نسج حجم جوړوي.
 
غلیظ فایبري نسجونه د کولاجېن له ګڼو بنډلونو او ورسره مل (fibroblasts) جوړ شوي خو کم ارتجاعي فایبرونه او (ground substance) پکې وي. د (irregular dense fibrous tissue) اصطلاح هغې برخې ته کاریږي چېرې چې د کولاجېن بنډلونه په تصادفي توګه غزېدلي وي او خپلمنځ کې سره اوبدل شوي وي لکه د پوستکي په منځۍ طبقه کې او یا په مفصلي کپسول کې. د (Regular dense fibrous tissue) د (tendons, ligaments, and aponeuroses) د تشرېح لپاره کاریږي (فایبري ټوټه ده چې د عضلو لپاره نښلېدنه چمتو کوي) چېرې چې د کولاجېن فایبرونه د موازي بنډولونو په توګه غزېدلي وي.
 
د (synovial membrane) له رګ لرونکو نښلونکو نسجونو جوړه شوې خو په داخل کې ځانګړې د ترشح حجرې لري کومې چې سریښ لرونکې سینوویال مایع ترشح کوي او په (hyaluronic acid) غني ده.
 
کرپندوکی (Cartilage) د نښلونکو نسجونو یو شکل ده په کوم کې چې (ground substance) پرېمانه دي او په کلکه توګه جیل شوي. د کرپندوکي حجرو ته د (chondrocytes) نوم اخلي او د ماټریکس په داخل کې په یوه خالي ځای کې جلا شوي، ځانګړنه یې د وینې رګونه نلرل دي په انګرېزۍ کې چې کوم غړی د وینې رګونه نلري د (avascular) په نامه یادیږي. ګازي میټابولایټ (gaseous metabolites) دي، د تغذیې مواد یې جېل ته ورته ماټریکس باندې خپریږي تر څو حجرې ته ورسیږي. کرپندوکی (perichondrium) پوښلی وي کوم چې یوه غلیظه فایبري طبقه ده او د (hyaline matrix) ترشح کولو وړتیا لري. کرپندوکی د اضافي ماټریکس په تولید او د (inner chondrogenic layer) له نوو حجرو په یو ځای کېدو وده کوي. له دې پرته ځوان (chondrocytes) د وېش وړتیا په ځان کې ساتي حتی که د ماټریکس په داخل کې خالي ځای ته جلا شوی هم وي. د دې وېش لورګانې یا لوڼې حجرې جلا خالي ځای ته حرکت کوي او خپلمنځ کې نوی ماټریکس ترشح کوي. په جنیني اسکلیټ کرپندوکی وروسته په هډوکي بدلیږي.
 
شفاف یا روڼ کرپندوکی (Hyaline cartilage) ډېر وېشل شوی شکل ده، خړ رنګه نیمه روڼ ماټریکس لري، په تصادفي توګه (collagen fibrils) پکې خپور شوی خو ډېر کم اېلاستین لري.
 
د ارتجاع یا کش کېدو وړ کرپندوکي (elastic cartilage) کې ماټریکس زېړ رنګه وي او ارتجاعي فایبر لري کوم یې چې په سطحه کې ځای شوی وي. دا ډول کرپندوکی د انعطاف وړ وي او د غوږ بهرنۍ برخه کې، په حنجره کې موجود وي.
 
د کرپندوکي درېم ډول ته (fibrocartilage) نوم اخلي. د کولاجېن بنډلونو غلیظ نسبت لري کوم چې په موازي توګه خپاره شوي وي. حجرې یې د کولاجېن بنډلونو په اوږدو کې خالي ځای نیسي په (intervertebral disks, at sites of attachment of tendons to bone, and in the articular disks of certain joints) کې واقع وي. د کرپندوکي هر ډول ممکن (foci of calcification) ولري.
 
هډوکی لکه د نورو نښلونکو نسجونو په څېر له فایبر، حجرو او (ground substance) جوړ ده خو له حجرو بهر اجزاء (د کلسیم فاسفېټ کرسټال) په (mineral hydroxyapatite) شکل کې دي. د ماټریکس منرال کېدنه یې د کلکوالي مسولیت په غاړه لري. د کلسیم د ذخیرې لویه کچه هم لري. په بدن کې دومره کلک هډوکی هم شته چې د فیل وزن تحمل کولای شي او داسې هډوکي هم شته چې یوازې د داخلي ملاتړ کلکوالی لري.
Hist.Technik (2)
Modifizierte Azanfärbung: Kollagenes Bindegewebe blau. Nebenhoden By Rollroboter
Sidebar



Share
Hide Buttons