Cooper’s ligaments – د کوپر لېګامنټ

په انګریزۍ کې ورته دوه نور نومونه (the suspensory ligaments of Cooper and the fibrocollagenous septa) هم اخلي. په تیانو کې نښلونکي نسجونه دي، نوم یې د (Astley Cooper) له نوم څخه اخیستل شوی چا چې په کال ۱۸۴۰ کې په لمړي ځل تشریح کړي. که چېرې د (diffraction tomography) تخنیک وکارول شي نو اناتومي یې لیدل کیدای شي. دې ته مو پام وي چې بل لیګامنټ هم د کوپر په نامه شته او دوه نومونه (pectineal ligament and inguinal ligament of Cooper) ورته اخیستل کیږي، دواړه یو لیګامنټ نه دی یوازې دواړه خپل نوم کې ګډ ایپونیم (eponym) لري – ایپونیم داسې کس، ځای یا شي ته وایي چې له نوم څخه یې د بل ځای یا شي نوم اخیستل شوی وي. همداسې کله نا کله د اولنار هډوکي دوه اړخیزه لیګامنټ (ulnar collateral ligament) متقاطع برخې ته هم د کوپر لیګامنټ نوم اخیستل کیږي.

جوړښت
د وږې له هډوکي غزېدلی، د سینې په نسجونو کې او د سینې د نسجونو چار چاپېره د سینې د پوستکي تر منځنۍ طبقې (dermis) پورې څانګه شوی. متقاطع لیګامنټ تی د وږې په هډوکي او فاسیا پورې زوړند ساتي. کله چې انسان په نورمال حالت کې ولاړ یا ناست وي نو دا چاره یې په شکل ساتنه کې مرسته کوي. که چېرې د دې لیګامنټ داخلي ملاتړ نه وي د تیانو نسجونه کوم چې داخل کې له شحمو درانده دي د خپل وزن له امله ناسته کوي او تی خپل شکل نشي ساتلی.

کلینکي کتنه
په هغه پړسوب کې چې د (inflammatory carcinoma) سرطان له امله وي دا لیګامنټ د تي د شکل په تغیر کې اړین رول لوبوي. د سرطان په یاد شوي ډول کې د لنفاوي سیستم سیمه ایز تونلونه په تي کې پړسوب پیدا کوي. کارسینوما سرطان د کوپر لیګامنټ اوږدوالی لنډوي او تي کې داخل لور ته ژوره پیدا کوي.

په تي کې له ژورې یا ناستې پیدا کېدنې سره تړاو
ډیری ښځې ګمان کوي چې تیانو کې ناستې او ژورې پیدا کېدل د کوپر لیګامنټ د ناتوانۍ له امله پیدا کیږي. خو په حقیقت کې له جنتیکي عواملو سره تړاو لري، له دې پرته تر ټولو لوی عامل یې سګرټ څښول دي، د ښځې د قد لوړوالی او وزن یې هم عامل ګڼل کیږي، له اومیندوارۍ مخکې یې د تیانو کچې سره هم تړاو لري. ډیری ښځې په دې اند دي چې که چېرې سینه بند وکاروي وروسته عمر کې به یې په تیانو کې ژورې یا نستې نه پیدا کیږي دا اند یې ناسم دی. که چېرې ښځې غواړي چې تیان یې زوړند نه وي تر ټولو غوره لار یې تیانو کې په سپورت باندې شحم کمول دي.

Grant 1962 12

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons