Copper butterfly – مس شاپېرک
د کورنۍ نوم یې لیکای نیدای (Lycaenidae) او د فرعي کورنۍ لیکای نینای (subfamily Lycaeninae) سره تړاو لري. نازک وزرونه لري. رنګونه یې له سور نارنجي تر نصواري پورې شته دي. مس ته ورته رنګ او رنګه خاپونه هم پکې لیدل کیږي.
د امریکا ډول یې لیکانا فلیاس (Lycaena phleas) په شمالي امریکا کې تر ټول عام ډول ده. لاروای بچیان یې شوتله (clover)، په یو ډول سابو چې ډاک (dock) نومیږي او د اروپا په سورېل ډاک (sorrel) چې د اروپا سابه دي ځان تغذیه کوي. غټ یې ډېر نازک دي او د وزرونو د پراخوالي کچه یې له ۱۸ تر ۳۸ ملي متره پورې رسیږي. تېزه الوتنه کوي. د نر مخکنۍ پښې یې وړې یا نه وي خو د ښځینه یې بشپړ وده کوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!