Corn earworm – د هېلیو تیس زیا پتنګ لاروا بچیان
دا چونجیان د هېلیو تیس زیا (Heliothis zea) پتنګ لاروا بچیان دي په انګرېزۍ کې ورته (cotton bollworm or tomato fruitworm) نومونه هم اخلي. په ځینې طبقه بندیو کې د هېلیو تیس ارمیجېرا (Heliothis armigera) په نامه یاد شوي. د کورنۍ نوم یې نوکتو ایدای (family Noctuidae) ده. د نرم بدن لرونکي، نصواري یا شین رنګه کاتېر پیلار (caterpillars) دي. په یو کال کې پنځه نسلونه تولیدوي او مخکې له دې چې له لاروا په پوپای بچي بدل شي د فصل لپاره زېان رسونکی افت ګڼل کیږي. لاروا نچیان یې جوار یا ماېز جوار چې زېړ جوار دي خوري، له دې پرته په پنبې او رومیانو هم برید کوي.