Coronation – تاج په سر کول
د پاچا په سر باندې تاج کېښودو ته وایي. یوازې په فزیکي توګه د تاج په سر کېښودو لپاره نه کاریږي بلکې د تاج په سر کولو لمانځنې او (regalia) ته هم وایي. د ریګالیا کلیمه لاتیني ده او زیاتې ماناګانې لري: یوه مانا یې ځانګړی امتیاز دی، پخوا د ځانګړو جامو لپاره هم کارېدلی، په اوسمهال کې د رسمي دندې لپاره هر ډول جامو ته هم کاریږي. دلته یې مانا د پاچا رسمي کولو لپاره تاسیس کوونکو چارو ته وایي رسما ځواک ترلاسه کولو ته وایي. له تاج په سر کولو پرته نور اداب او رسوم یا تشریفات هم پکې تر سره کیږي لکه د پاچا لخوا سوګند. له دې پرته د نویو کسانو لخوا د احترام ادا کونه هم پکې دود ده او د هر ملت په پاچايي کې له یو بل سره توپیر لري. په غرب کې یې پخوا په هغو تیلو چې مقدس ګڼل کېدل یوازې د پاچا سر او یا سر او ټول بدن غوړوه. د غوړېدو لپاره یې زیات وخت کرېزم هم کارول کوم چې په انجیل کې هم یاد شوي او مذهبي ارزښت یې لره.
د وخت له تېرېدو سره د تاج په سر کولو طریقه کې سوسیو پولیټیکل او مذهبي فکتورونه اضافه شول او د تاج په سر کولو مراسم یې ساده کړل. پخوا مذهب او پاچایي ډېره ژوره اړیکه سره لرله او په ځینو کلتورونو کې پاچا د خدای لخوا استول شوی یا د خدای معاون ګڼل کېده. لکه د مصر د فرعونیانو په اړه ګمان کېده چې د (Ra) اولاده ده کوم چې د مصر په کلتور کې د لمر خدای ګڼل کېده. همداسې په جاپان کې امپراتور د (Amaterasu) زوی ګڼل کېده کومه چې په جاپان کې د لمر خدایه وه خو په وروستیو کې دا ډول باورونه په کمېدو شو.
تاج په سر کول تر اوسه په انګلستان، ټونګا، د اسیا او افریقا په ځینو هیوادونو کې ترسره کیږي. په اروپا کې اوسنی دود د قانون جوړونکو په شتون کې د پاچا سوګند دی. ځینې اروپایي هیوادونه یې مراسم په مذهبي طریقو کوي خو ځینې یې د لمانځنې لپاره ساده پروګرام جوړوي او غېرې مذهبي وي. ځینې پرته له کومو مراسمو پاچا ټاکي او ځینې په خپلو مراسمو کې مقدس څښاک کوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!