Cotton rat – د پنبې موږک

د سیګموډون نسل (genus Sigmodon) ده. د شخوند وهونکو ۱۰ ډولونه دي او د متحده ایالتونو له سوېل څخه تر د سوېلې امریکا شمال پورې پیدا کیږي. اوږده غوږونه لري، د بدن رنګ یې له خړ نسواري تر تېز نسواري پورې وي. ټول ډولونه یې په طبیعي ګیاه لرونکې سیمو کې ژوند کوي او له هوارو سمندرغاړو نیولې تر د غرو لمنو پورې شته دي. په هغو کرنو کې هم اوسي چېرې چې واښه ګڼ او لوړ وي تر څو دا موږکان له ښکاري ژو پټ وساتلای شي. په دواړو شپه او ورځ کې فعال وي. خواړه یې د بوټو توکي دي او په کرنه کې جدي افت ګڼل کیږي په ځانګړې توګه د ګني او سبزي لپاره لوی افت ده.
 
د اغزنو وېښتو د پنبې موږک (hispid cotton rat) د ډول علمي نوم یې (S. hispidus) ده، تر ټولو زیات خپاره شوي او د متحده ایالتونو له سوېل نه تر د سوېلې امریکا شمال پورې پیدا کیږي. د دې ډول طبیعي ژوند تر ټولو نورو ډولونو زیات مطالعه شوی. وزن یې تر ۲۲۵ ګرامه پورې رسیږي او بدن یې تر ۲۰ سانتي متره پورې اوږدوالی لري، لکۍ یې تر ۱۳ سانتي متره پورې اوږده وي. خواړه یې واښه او زیان رسونکي بوټي دي خو په فصلي توګه یا هم کال کې په مالوم وخت کې په وایلون یا وایلېن وهونکی کوني کبربرید کوي، په سمندر غاړو کې په اغزن چنګاښ برید کوي، حشرې خوري او همداسې د (bobwhite quail) مرغانو هګۍ خوري. په کال کې یو ځل له ۴ تر ۸ پورې بچیان زېږوي خو ځینې غړي یې له ۱ تر ۱۵ پورې هم زېږولي.
 
د پنبې موږک د شخوند وهونکو په ډله (order Rodentia) کې د ریښتینو مږو او موږکانو په کورنۍ (family Cricetidae) کې د (subfamily Sigmodontinae) فرعي کورنۍ غړي دي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ کریسيټیډای
نسل سیګموډون

په سیګموډون نسل کې لاندې ډولونه شامل دي

Genus Sigmodon

Sigmodon hispidus from Texas
Hispid cotton rat from Texas. Photo by Stephen Pollard

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons