Coyote – کو یوت لیوه

په انګریزۍ کې ورته (prairie wolf or brush wolf) نومونه هم اخلي. خپل نوم یې مکسیکو د ازتېک (aztec) خلکو د ژبې له لفظ (coyotl) څخه اخیستل شوی. د سپي له کانیدای کورنۍ (family Canidae) سره تړاو لري او علمي نوم یې (Canis latrans) ده.
واړه خړ لیوان دي, په مرکزي امریکا او د الاساکا په جنوبي سیمو کې پیدا کیږي. په اوسني وخت کې یې نسل ټولې کاناډا او امریکا ته خپرېدونکی ده. لوړوالی یې تر ۶۰ سانتي متره پورې رسیږي، وزن یې له ۹ تر ۲۳ کیلو ګرامه او اوږدوالی یې له یو متر تر ۱۳۰ سانتي متره پورې وي چې له ۳۰ تر ۴۰ سانتي متره پورې اوږده لکۍ هم پکې شامله ده. رنګ یې په پښو کې سور رنګه، د لکۍ څوکه یې توره ده. د شپې لخوا فعال وي، د ګرزېدو پر وخت لکۍ لاندې نیسي او ځینې وخت په یو ساعت کې تر ۶۴ کیلو متره پورې سفر کوي. خپل ښکار د لید په ذریعه پیدا کوي. په امریکا کې ډېر وخت صحرایي سویان و د سپینې لکۍ هوسۍ ښکار کوي.
 
Picture By Yathin S Krishnappa – Own work, CC BY-SA 3.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=21284376

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons