Coypu – کوی پیو

نوم یې د هسپانوۍ ژبې له (coipú) کلیمې او په چیل کې له یوې سیمه ایزې (Mapudungun) ژبې له (koypu) کلیمې اخیستل شوی. د نوتریا (nutria) په نامه هم یادیږي. غټ شخوند وهونکی، واښه خوړونکی، نیم په اوبو کې ژوند کوونکی ژوی دی. د شخوند وهونکو د اکای مایډای یا ایکیمیډای کورنۍ (family Echimyidae) غړی دی. د مایو کاستور نسل (Myocastor) یوازینی غړی دی. د اوبو په اوږدو کې په غارونو کې ژوند کوي او د سیندونو د بوټو په ساقو خپل ځان تغذیه کوي. اصلي ځای یې د سوېلې امریکا نیمه معتدلې او ګرمې سیمې دي خو نسل یې شمالي امریکا، اروپا، اسیا او افریقا ته هم انتقال شوی. په ځینو سیمو کې یې تر اوسه خلک له پوستکي کار اخلي.
 
د نسل نوم (Myocastor) یې له یونانۍ کلیمو ترکیب شوی د (μῦς – mûs) مانا موږک او د (κάστωρ – kástōr) مانا په انګرېزۍ کې (beaver) او پښتو کې د اوبو کوچنډی دی. نوتریا نوم یې له هسپانوۍ ژبې اخیستل شوی او دې ژوي ته په شمالي امریکا کې، اسیا او د شوروي اتحاد په ټولو هېوادونو کې نوتریا نوم کاریږي.

Myocastor coypus 02
Nutria – (Latin name: Myocastor coypus) in its habitat – river Ljubljanica, Slovenia.  Photo by Petar Milošević
Ratao do banhado 1 REFON
Photo by José Reynaldo da Fonseca

Share
Hide Buttons