CR gas – سي ار ګاز
بل نوم یې (dibenzoxazepine) دی، د (DBO) لنډیز هم ورته کاریږي، کیمیاوي نوم یې dibenz[b,f][1,4]oxazepine دی، یوه ناتوانه کوونکې او د اوښکو بهونکې کیمیاوي وسله ده خو له دې پرته انسان په سرطان هم اخته کولای شي. په ۱۹۵۰ لسیزه کې د انګلستان د دفاع وزارت په لمړي ځل د اوښکو بهونکي ګاز په توګه تولید کړی. سي آر روښانه زېړ کرسټالی جامد دی، د مرچو په څېر بوی لري، په اوبو کې کمه اندازه حل کېدونکی دی، په اوبو کې نه تجزیه کیږي. نوم یې ګاز دی خو د خونې تودوخه کې جامد دی.
په هغو وسلو کې چې مایع لري په مایع کې کارېدلی شي، له مایع پرته په وسلو کې د ایروزول په توګه هم کارېدلي، په لوګي کوونکو ګرنیټونو کې هم کار ترې اخیستل شوی، په عصري وخت کې په لاس کې نیول کېدونکې سپرې یا شیندوکو کې هم ځای شوي.
په کومو وسلو کې چې د ایروزول په توګه کارېدلي وي دا ډول وسلې یې د خپرولو لپاره تودوخه تولیدوي تر څو یې په یوې با ثباته غلیظې ورېځ بدل کړي. اوبه یې ممکن اغیز زیات کړي. که چېرې له اوبو سره ګډ یې له پوستکي سره په اړیکه کې شي نو پوستکی تر ۴۸ ساعتو پورې سخت درد کوي. له دې مادې د اغیزمن کس درملنه په تسکین ورکولو (palliative) طریقه کیږي. له اغیزمن کس باید سم دلاسه جامې ووېستل شي، سترګې او پوستکی یې ومینزل شي او د ارامولو درمل ورکړل شي.
په متحده ایالتونو کې یې د اوښکو بهونکې وسلې په توګه کارونه بنده شوه ځکه چې دا توکي انسان کې د سرطان لامل کیږي.
د ۱۹۸۰ لسیزې په پای کې، په سوېلې افریقا کې وکارېدل او بلاخره د ډېرو کوچنیانو د مرګ لامل شو.
په ۲۰۱۸ کې د فرانسې په (Notre-Dame-des-Landes) سیمه کې خلک د یوه هوایي ډګر د جوړېدو پر ضد راغونډ شوي وو د دې خلکو د خپرولو لپاره پولیسو او د فرانسې پوځ د اوښکو بهونکې وسله وکاروله، ځینې پوهان ګمان کوي چې پوځ او پولیسو یاد توکي په خپلو خلکو کارولي.
د متحده ایالتونو پوځ په وېتنام کې د (Viet Cong) پر ضد زرګونه ټنه کاروي، همداسې د شمالي وېتنام پوځ هم په ځینو جګړو کې استعمال کړي.
د یوکراین ځانګړي ځواکونه یې د کوبرا ۱ په ډبلیو کې لري او ډېر وخت یې د بلوا ضد په توګه کاروي.
د ترکې حکومت هم په ۲۰۱۳ کې په استانبول کې پر مظاهرې وکارول.
په ۱۹۷۰ لسیزه کې انګلستان د شمالي ایرلنډ په جمهوري غوښتونکو زندانیانو کارولي.
د مصر حکومت په ۲۰۱۱ کې په مظاهره کوونکو وکارول.
Comments
So empty here ... leave a comment!