Crab-eating fox – چنګاښ خوړونکې ګیدړه
په انګریزۍ کې ورته (Savanna Fox, or Crab-eating Dog) نومونه هم اخلي د ډول علمي نوم یې (Cerdocyon thous) او د سپي کانیدای کورنۍ (Canidae) سره تړاو لري. د شنو وښو یا ځنګل لرونکو سیمو کې پیدا کیږي. د بدن د اوږدوالي کچه یې ۶۰–۷۰ سانتي متره پورې پرته له ۳۰ سانتي متره لکۍ رسیږي. خړ او نصواري رنګونه لري. ورځ په غارونو کې تېروي او د شپې لخوا یوازې او یا جوړه ګرځي. خواړه یې واړه حیوانات، میوه، حشرې، د شمشتۍ هګۍ او چرګې دي. په ډېره اسانۍ سره کورنۍ کیږي او د امریکا هندیان یې د کورني حیوان په توګه ساتي.
Comments
So empty here ... leave a comment!