Cracked nipple – چاودې شوي د تیانو سرونه
په انګرېز کې ورته (nipple trauma) هم وایي. د تیانو چاودې کېدل په هغو ښځو کې پیدا کیږي چې خپل ماشوم په شېدو تغذیه کوي. د شیدو ورکولو په موده کې د دواړو یا یوه تي په سر کې د درد، وینې جریان، وچوالي او نا ارامۍ لامل ګرځي. کله چې ماشوم له هغې مور څخه چې د تیانو چاودې شوي سرونه لري تی روي مور د سخت درد احساس کوي. ډېر وخت په ښځو کې د اولاد له زېږون وروسته پیدا کیږي. درملنه یې په دواړو کورنیو او د فارمسي په درملو کیږي.
چاودې شوي د تیانو سرونه د تیانو بې نظمي ده. تیان یوازې ماشوم ته د شېدو ورکولو لپاره ندي بلکې په تیانو کې د غوړو ترشح کوونکي مرغړي (sebaceous glands or Montgomery glands) هم موجود دي کوم چې د تي د سر شاوخوا غوړه ساتي. د اولاد له زېږېدو تر ۷ ورځو پورې د تیانو سرونه چاودې کېدلای شي. د تیانو د سرونو په چاودې شوې برخه کې باکتریا هم داخلېدای شي کوم چې د تیانو د مرغړیو د پړسوب لامل کیږي. د کومې مور چې د تیانو سرونه چاودې شوي وي کولای شي خپل ماشوم ته توکسوپلاسما ګوندی (Toxoplasma gondii) انتقال کړي
مخنیوی
د ښځې د تیانو سرونه په طبیعي توګه غوړ پرېږدي تر څو د وچوالي، چاودې کېدو او عفوني کېدو یا میکروبي کېدو مخنیوی وکړي. د مخنیوي لپاره یې لاندې لارښونې پلي کړئ:
۱- د ستیانو په سرونو صابونه مه کاروئ، د وچولو او مینزلو پر وخت یې له سخت لمس ډډه وکړئ
۲ – کله چې خپل ماشوم ته شېدې ورکړی له شېدو ورکولو وروسته د تیانو کمه اندازه شېدې د تیانو په سرونو وموښی: دا چاره د تیانو د سرونو ساتنه کوي
۳ – له لندېدو وروسته د تیانو سرونه وچ وساتئ
درملنه
که چېرې چاودې شوي وي د (Roman chamomile) په نامه د ګلانو تېل یې د درملنې لپاره کاریږي. له دې پرته په لانولین یا د پسونو د وړیو په غوړو (lanolin) یې ۱۰۰% درملنه کیږي. دګلیسیرینو ټوټه (Glycerin nipple pads) هم د تیانو په سرونو کارېدلای شي. د درملنې تر څنګ که چېرې مور ماشوم ته د شېدو ورکولو ته دوام ورکړي هم په درملنه کې مرسته کوي. که چېرې یاد شوي توکي مو ژر ښه نه کړي له ډاکټرې سره هرو مرو وګورئ.