Cremaster muscle

د نر په بدن کې د هګیو (testis) پوښونکې عضله ده. دنده یې هګیو ته خوځښت ورکوونه ده تر څو د خوځښت وړ او روغتیا لرونکي مني تولید کړي. همداسې هګۍ پورته او ښکته کوي تر څو تودوخه کنټرول کړي. کله چې نر یو سوړ چاپېریال ته داخل شي همدا عضله یادې برخې ته خوځښت ورکوي او له بدن سره یې نښلوي څومره چې له بدن سره نښلوي کیږي او بدن لور ته فشار ورکول کیږي همدومره یې له سړو زیاته ساتنه ممکنه کیږي. که چېرې نر د تېښتې یا مبارزې، شخړې او جنګ حالت کې وي هم یاده عضله هګۍ له بدن سره په فشار وصل کوي تر څو یې ساتنه ممکنه او له زیان لیدنې یې وژغوري.

که چېرې د ورون تر زنګون پورې برخه لمس شي یاده عضله سمدلاسه غبرګون ورته ښي همدې غبرګون ته یې انګریزۍ کې (cremasteric reflex) اصطلاح کاریږي د غبرګون پر مهال دا عضله سمدلاسه هګۍ لوړوي. که چېرې یو نر ډوبه ساه واخلي ممکن یاده عضله دا ډول غبرګون وښي.

undefined

The scrotum

The right testis, exposed by laying open the tunica vaginalis