Crèvecœur chicken – کرېو کور چرګان
د شمال لوېدیځې فرانسې تاریخي د چرګانو نسل دی. اوسمهال کې ډېر کم پاتي. نسل یې د فرانسې په نورماندي کې ډېر پخوا اخیستل شوی او د نورماندي له لا فلېش چرګانو سره نږدې تړاو لري. چرګ یې تر درې کیلو ګرامه او چرګه تر دوه نیم کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د هودان چرګانو په څېر سر کې کاکل لري. د نسل اخیستنې موخه هګۍ او غوښه وه. د هګۍ وزن یې ۵۵ ګرامه پورې وي.
Comments
So empty here ... leave a comment!