Criket insects – کرېکېټ حشرې

د کورنۍ نوم یې ګریلیدای (family Gryllidae) ده، د ټوپ اچونکو حشرو ۲۴۰۰ ډولونه دي، د ډلې نوم یې اورتوپتېرا (order Orthoptera) ده. په ټوله نړۍ کې پیدا کیږي او د جر جر یا جق جق (chirping) میوزیک ته ورته غږ له امله نامتو دي. د بدن کچه یې له یو بل سره ډېر توپیر لري او له ۳ تر ۵۰ ملي متره پورې اوږدې شته دي. نري انتونونه لري وروستۍ درې پښې یې د ټوپ وهلو لپاره دي او د خېټې لاندې دوه حس لرونکې پښې لري چې د سېر سي (cerci) په نامه یادیږي. دوه جوړه وزرونه لري کوم چې غشایي دي د الوتنې لپاره یې کاروي او دوه واړه وزرونه یې چرم ته ورته دي.له کر ړي سره ځینې ټوپ وهونکي ملخان هم دې ډله کې راځي

Share
Hide Buttons