Cro-Magnon – کرو مګنون خلک
مخکیني هومو ساپین (Homo sapiens) یا انسانان دي چې په اروپا کې یې له پالیو لیتیک مودې (Paleolithic Period) څخه یې مخکې ژوند کوه (د ۴۰۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ کاله وړاندې تر منځ).
په کال ۱۸۶۸ کې د دې خلکو لرغوني اثار د فرانسې د جنوب غرب د دوردونیې سیمې د کرو مګنون په یوه سمڅه یا غار کې وموندل شول. لمړی د څو انسانانو پخواني اسکلیټونه تر لاسه شوي وو خو وروسته د فرانسې یو ځمکپوه اېدو ارد لارتېت فرانسوي تلفظ یې اېدوواغ لاغتې (Édouard Lartet) د دې سمڅې څېړنې پېل کړې چې پایله کې یې پنځه لرغونې طبقې وموندلې. په لمړۍ طبقه کې د انسانانو هډوکي وو چې تقریبا د ۱۰۰۰۰ تر ۳۵۰۰۰ کلونو تر منځ پخواني دي, د ماقبل تاریخ یا له تاریخ څخه وړاندې خلک دي. عصري مطالعو ښودلې چې له پخواني اټکل شوي تاریخ څخه کرو مګنون خلک پخوا را څرګند شوي (۴۵۰۰۰ کاله وړاندې راڅرګند شوي).
کرومګنون خلکو ځواکمن بدن لره او د قد لوړوالی یې له ۱۶۶ تر ۱۷۱ پورې وو. د مغز ظرفیت یې ۱،۶۰۰ CC چې له عصري انسانانو غټ ده. تر اوسه پورې دا نده مالومه چې اوسنیو انسانانو کې څوک د کرومګنون لمسیان دي خو کلتور یې داسې وه چې له ډبرو, هډوکو او لرګیو یې ځینې توکي جوړول چې بېلګې یې د لیکنې لاندې انځور کې لیدلای شی. کرومګنون له ګراوتي صنعت (Gravettian industry) سره تړاو لره. ډېری سمڅې چې کرومګنو پکې ژوند کوه لویې ژورې یا لږ ژورې دي چې پاسنۍ برخه یې ډبرې لري. په یو ځای کې اوسېدونکي خلک وو خو هغه وخت به کډوال کېدل چې چاپیریال کې به توپیرونه رامنځته شول او یا به نوي ښکار پسې بلې سیمې ته تلل. لکه د نیاندر تال خلکو په څېر (Neanderthals) یې خپل مړي خښول.
د انسانانو او ژو انځورونه یې انځور کول. په انځورونو کې یې د ښځو انځورونو کې غټ د تیانو سرونه، غټ یا بهر وتلي څورب کوناټي، او مخکې له مخکې اومیندواره شوې انځور شوې. په کوم باندې چې کرومګنون د نسل د زېاتېدو دود ښودلی. په فرانسه او هسپانیا کې یې ډېری انځور شوي انځورونه د سمڅو په دیوالونو موندل شوي او ګمان کیږي چې د دې خلکو لپاره یې مذهبي ارزښت لره.
Picture by Public Domain, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=27989
Comments
So empty here ... leave a comment!