Cuniculidae – کونیکولیدای کورنۍ
غړو ته یې د پاکا (Paca) نوم اخلي. پاکا په کونیکولوس نسل (genus Cuniculus) کې شامل دی. د سوېلې او مرکزي امریکا په ځمکه ژوند کوونکی، واښه خوړونکی شخوند وهونکی ژوی دی. پاکا په کونیکولیدای کورنۍ کې یوازینی غړی دی. کمه څرګنده لکۍ، واړه غوږونه لري. د بدن یوه بله خوا یې پراډې یا کرښې لري.
ګمان کیږي چې پلرونه یې ۳ میلیونه کاله وړاندې له شمالي امریکا څخه سوېلې امریکا ته کډوال شوي. مخکې له اګوټي سره په داسي پروکتیدای کورنۍ کې ډلبندي شوي وو خو د پاکا د ګوتو شمېر او د سر د کوپړۍ جوړښت له اګوټي سره توپیر لري له همدې امله په جلا کورنۍ کې ډلبندي شول.
د سر او تنې اوږدوالی یې له ۵۰ تر ۷۷ سانتي متره او د لکۍ له ۱۳ تر ۲۳ سانتي متره پورې وي. وزن یې له ۶ تر ۱۳ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په نړۍ کې شپږم غټ شخوند وهونکی ګڼل کیږي. په لندو او باراني ځنګلونو کې ژوند کوي. له اوبو سره نږدې اوسېدل خوښوي او ښه لامبو وهونکي دي. که چېرې خطر احساس کړي تر ۱۵ دقیقو په اوبو کې ډوب شوی پاتې کېدای شي. په سهار او غرمه کې فعالیت کوي خو په هغو سیمو کې چې زیات ښکاري ژوي لري یوازې د شپې لخوا فعالیت کوي.
خواړه یې د ټیټو بوټو میوه ده او یا هم د لوړو ونو راغورزېدلې میوه خوري. له دې پرته پاڼې، غوټۍ، حشرې هم خوري. په خپل بدن کې شحم ذخیره کولای شي. د بلاربښت موده یې تر ۱۱۹ ورځو پورې وي له یو تر درېو پورې بچیان زېږوي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | کونیکولیدای |
نسل | کونیکولوس |
په کونیکولیدای کورنۍ کې لاندې نسل شامل ده
Genus Cuniculus
- Lowland paca, Cuniculus paca
- Mountain paca, Cuniculus taczanowskii
Comments
So empty here ... leave a comment!