Curtiss Falcon
دوه وزره لرونکې الوتکې وې، په ۱۹۲۰ لسیزه کې د امریکا (Curtiss Aeroplane and Motor Company) شرکتونو جوړې کړې وې، اساسي کارونکي یې (United States Army Air Corps, United States Navy and United States Marine Corps) وو، د (O-1 and O-11) ډولونه یې د کشف د الوتکو په توګه او د (A-3 Falcon) ډول یې د بم غورزونکو په توګه کارېده. د (F8C Falcon) ډول یې د سمندري بیړیو لپاره جنګ کوونکې – بم غورزونکې وې کومو ته چې د متحده ایالتونو هوایي ځواک (Helldiver) نوم کاروه. په کال ۱۹۲۵ نندارې ته وړاندې شوې، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۵۳۸ وو, د ۱۹۳۷ په اکتوبر کې تقاوت شوې. بولیویا، برازیل، چیل، کولمبیا، فنلنډ، پراګوې، پېرو هم ترلاسه کړې وې.
اوږدوالی : ۸.۲۸ متره
د وزرو پراخوالی :۱۱.۵۸ متره
لوړوالی : ۳.۲ متره
د وزرو سطحه : ۳۲.۸ متره مربع
بې وسایلو وزن : ۱۳۰۴ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۲۰۳۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ Curtiss D-12E (V-1150-5) V-12 liquid-cooled engine, 435 hp (324 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۲۳.۷ کیلو متره
د الوتنې د وړتیا کچه : ۱۰۱۰ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ: په یوه دقیقه کې ۲۸۹ متره
وسله : څلور مخکې فیر کېدونکي ۷.۶۲ اېم اېم براوېنګ ماشیندارې، دوه د انعطاف وړ ۷.۶۲ اېم اېم لیویس ماشیندارې، تر ۹۱ کیلو ګرامه یا ۲۰۰ پونډه پورې بمونه
Comments
So empty here ... leave a comment!