Cuscus – کسکس
د ټوپ وهونکی نولي یا ټوپ وهونکی ډانګلکي د نسل (genus Phalanger) اووه ډولونه دي. د سر او بدن اوږدوالی یې له ۳۰ تر ۶۰ سانتي متره (۱۲ تر ۲۵ انچه) پورې اوږده شته او د لکۍ اوږدوالی یې له ۲۵ تر ۶۰ سانتي متره (۱۰ تر ۲۴ انچه) پورې وي. زېړ رنګه پوزه لري، غوږونه یې تقریبا په نرمو وېښتو کې پټ وي. په ونه کې ډېر ورو تګ کوي او پټیږي تر څو مارغان او لټکې ونیسي خو ډېری یې خپل ځان په پاڼو او میوې تغذیه کوي. ښځه یې په خېټه کې کڅوړه یا کیسه لري او په یو وخت کې یو یا دوه بچیان زېږوي. له سېلېبېس تر سولومون ټاپو پورې او د استرالیا تر شمال پورې دا حیوانات پیدا کیږي.