Czech Gold Brindled Hen
د چک جمهوریت د چرګانو زوړ نسل دی. په لیکلې بڼه یې یادونه په ۱۲۰۵ کال کې شوې او د دنمارک د دوېم والدېمار لخوا د چک شهزاده د بوهېمیا دګمار ته د واده پر مهال د سوغات په توګه ورکړل شوي. په اوس وخت کې یې نسل ډېر کم پاتې دی. په چک ژبه کې یې نوم (Česká slepice zlatě kropenatá) لیکل کیږي. د چرګ وزن یې تر ۳.۳ کیلو ګرامه او د چرګې تر ۲.۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په کال کې تر ۱۶۰ پورې هګۍ اچوي، د هګۍ وزن یې ۶۰ ګرامه پورې وي.
