Dajal – دجال غوییز

د پاکستان د کاري غوییزو نسل دی. نسل یې د پنجاب په ډېره غازي خان سیمه کې اخیستل شوی. دجال په ډېره غازي خان کې یوه سیمه ده له کومې چې د نسل نوم اخیستل شوی. په ۱۹ پېړۍ کې سیبي بهاګنري نسل له سیمه ایزو غوییزو سره دوه رګه شو تر څو د سیمه ایزو غوییزو په کیفیت کې ښه والی رامنځته کړي، پایله کې یې دجال نسل رامنځته شو کوم چې سیبي بهاګنري نسل ته ورته دی خو د بهاګنري په څېر تنه کې غټ نه دي. د شلمې پېړۍ په پیل کې د پنجاب په لویدیځ کې ډېری خلکو د کار لپاره ساتل. په ۱۹۴۰ لسیزه کې تر یو میلیون زیات وو خو تر ۱۹۸۶ پورې یې شمېر ۷۲۰۰۰ ته راکم شوی وو. له ۱۹۸۶ تر ۲۰۲۳ پورې یې کره شمېر نامالوم دی.

Sidebar



Share
Hide Buttons