Dalmatian – ډالمشن

د دې سپیانو نوم د کروشیا له ساحلي سیمې ډالمشیا نه اخیستل شوی. ډالمشیا د دې سپیانو لمړی کور بلل کیږي خو مورنی ځای ېې نا مالوم ده. دې سپیانو تر اوسه د پوځ سره د پیرې کولو پر وخت، د جګړې پر وخت ماین لټونه اونورې دندې، د ماسکوت د اور سره جګړه کوونکي ټیم کې، ښکار او نورې چارې پر مخ بیولي. ډېر وخت د تړلو اسانو، بایسکیل او یا نورو وسایلو سره د ساتنې لپاره پرېښودل کیږي. بدن ېې لنډ وېښته لري، د بدن رنګ ېې سپین او تور خاپونه لري، قد ېې له ۱۹ تر ۲۳ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۲۳ تر ۲۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي.