Damsel bug – پېغله بګ حشره

د کورنۍ نوم یې نابیدای (family Nabidae) ده او په انګریزۍ کې ورته (nabid bug) نوم هم اخلي. ټولې هغه ښکاري (predacious) حشرې دي چې په هېتېروپتېرا (Heteroptera) ډله کې شاملې دي. دا حشرې په افید، کاتېرپیلار او د حشرو په هګیو ځان تغذیه کوي. دوه ډولونه لري یو یې ۸ ملي متره اوږده ده او زېړ ته ورته نصواري رنګ لري او بشپړ شوي وزرونه لري. دوېم ډول یې تور ځلېدونکی رنګ لري او وزرونه یې ډېر لنډ وي، بدن یې هم غټ وي. په دې کورنۍ کې نبیس (Nabis) ډول د کورنۍ تر ټولو غټه حشره ده او تقریبا ۳۰۰ ډولونه لري.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons