Danish Jersey – دنمارکي جرزي غوییز

له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۷۳۵۹ کیلو ګرامه شیدې کوي، په شیدو کې یې ۵.۹۰% شحم او ۴.۱۴% پروتین وي. د شیدو لپاره د نورو غوییزو له نسلونو په تنه کې واړه دي. له ۱۸۹۶ څخه تر ۱۹۰۹ پورې له جېرزي ټاپو څخه ۵۲۰۰ غوییز دنمارک ته صادر شوي او هلته یې د نسل اخیستنې ته تر اوسه ادامه ورکړل شوې. په ټوله اروپا کې د جېرزي غوییزو تر ټولو زیات شمېر په دنمارک کې دي او د دنمارک تقریبا ۱۳% د شیدو د غوییزو پاده جوړوي.

د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد له ۱۱۵ تر ۱۲۰ سانتي متره پورې لوړیږي. د ټول بدن رنګ یې له روښانه خړ تر تور رنګه خړ پورې وي او په یاد رنګ کې سپین نښانونه لري. د پښو، غوږونو او د لکۍ د څوکې رنګ یې ډېر توروالی لري. د غوا وزن یې له ۳۵۰ تر ۴۲۵ کیلو ګرامه پورې وي او د غویي وزن یې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د غویي رنګ کې یې توروالی زیات وي.

Sidebar



Share
Hide Buttons