Danish Red – سره دنمارکي غوییز

په انګرېزۍ کې ورته (Red Dane) نوم هم اخلي. د اروپا په شمال کې د شیدو لپاره د غوییزو ساتل کېدونکی نسل دی. کله چې نورې شیدې نه کوي نو د غوښې لپاره کاریږي. نسل یې د دنمارک له سیمه ایزو غوییزو او انجلن غوییزو اخیستل شوی. دواړه انجلن او د دنمارک سره غوییزو د نړۍ نورو هیوادونو هم صادر کړي تر څو د خپلو سیمه ایزو غوییزو نسلونو کې ښه والی پرې رامنځته کړي لکه د لیتوانیا سره غوییز، د ایستونیا سره غوییز، د پولنډ سره غوییز، د بېلاروس سره غوییز، د روسې سره غوییز، د بلغاریا سره غوییز، …
د سره رنګ له امله د استوایي سیمه هیوادونو هم وارد کړي او سور زیبو، ساهیوال، سور سندی او بوتانا غوییزو نسلونه یې رامنځته کړي. د شیدو لپاره مناسب غوییز دي او له هولسټاین فریژن غوییزو یې په شیدو کې د کوچو د شحمو او پروتینو کچه لوړه وي.

Sidebar



Share
Hide Buttons